پاکستان: د امریکايي ژورنالیست 'ډانیل پیرل' پر وژنه د تورن 'عمر شیخ' د خوشی کېدو حکم شوی

عمر شیخ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عمر شیخ یوه وکیل ویلي چې نوموړی ښايي ۲۴ ساعتونو کې خوشې شي.
د خپرېدو وخت

پاکستان کې یوې ایالتي محکمې حکم کړی چې په ۲۰۰۲ کال د یوه امریکايي ژورنالیست ډانیل پیرل د وژلو په تور نیول شوی اورپکی عمر شيخ دې خوشې شي.

عمر شیخ چې بریتانیا کې زېږېدلی روان کال د ډانیل پیرل د وژلو قضیه کې له ښکیلتیا سپین وبلل شو، خو پر دې پرېکړه د اعتراض له کبله زندان کې پاتې شو.

اوس کراچۍ ښار کې د سند عالي محکمې ویلي په موقت بند کې د عمر شیخ ساتل غیرقانوني دي. د عمر شیخ یوه وکیل ویلي چې نوموړی ښايي ۲۴ ساعتونو کې خوشی شي.

په سویلي کراچۍ ښار کې د والسټریټ ژورنال د خبریال تښتونې او په بې دردۍ سرپرې کېدو وېره او غوسه راپارولې وه.

عمر شیخ د پیرل تر تښتول کېدو څو ورځې وروسته ونیول شو او د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا محکوم شو. هغه پیل کې پر اعدام محکوم شوی و.

محکمه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د عمر شیخ مدافع وکیل له محکمې بهر خبریالانو سره د خبرو په حال کې.

خو د سند عالي محکمې تېره اپرېل میاشت کې د ښاغلي شیخ سزا تښتونې ته راټیټه کړه او د دې قضیې په تړاو درې نور نیول شوي کسان یې هم بري کړل.

د ښاغلي پيرل کورنۍ پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی و. دوی او د پاکستان حکومت د محکمې دا پرېکړه ننګولې او بیا کتنه یې غوښتې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د عمر شیخ د خوشې کېدو حکم غندلی او ویلي یې دي ډاډ ورکړ شوی چې تورن کس نه دی خوشې شوی.

دغه وزارت د پیرل کورنۍ سره د ملاتړ د دوام ژمنه کړې او ویلي یې دي:

"موږ د یوه زړور ژورنالیست په توګه د ډانیل پیرل د میراث درناوي ته دوام ورکوو".

ډانیل پیرل سره څه شوي وو؟

پیرل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ ته د ۳۸ کلن پیرل د سر پرې کېدو ویډیو استول شوې وه

ښاغلي پیرل چې د وال سټریټ ژورنال د سویلي اسیا څانګې مشر و د ۲۰۰۲ کال جنورۍ کې تری تم شو.

هغه کراچۍ کې له مېشتو اسلامپاله اورپکو سره د ریچارد ریډ اړیکې څېړلې، چې بوټانو کې پر پټو کړو بمونو سره یې د یوې مساپر وړونکې الوتکې د الوځولو هڅه کړې وه.

څارنوالانو ښاغلی شیخ تورن کړی و چې ګواکې ډانیل پیرل یې له یوه عالم سره د لیدو په پلمه تېرایستلی و.

د ښاغلي پیرل او ښاغلي شیخ ترمنځ اړیکې هغه مهال د دوی د مېندوارو مېرمنو په اړه د اندېښنو په شریکولو سره جوړې شوې وې.

پاکستاني او امریکايي رسنیو د ډانیل پیرل تر تری تم کېدو لږ وروسته د پاکستان د حاکمیت رغونې ملي غورځنګ په نوم له وړاندې پېژندل شوې ډلې څخه بریښنالیکونه ترلاسه کړل.

دې ډلې د پیرل د خوشې کېدو لپاره امریکا کې له بندي پاکستانیانو سره د ښه چلن په ګډون د خپلو غوښتنو لیست شریک کړی و.

تر دې نږدې یوه میاشت وروسته کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ ته د ۳۸ کلن پیرل د سر پرې کېدو ویډیو واستول شوه.

احمد عمر سعید شیخ څوک دی؟

کندهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه په ۱۹۹۹ کال د اورپکو لخوا د تښتول شوې مساپر وړونکې الوتکې د غوښتنو د لیست له مخې له خوشې شو

عمر شیخ په ۱۹۷۳ کال لندن کې زېږېدلی او د لندن د اقتصاد ښوونځي ته تر تګ وړاندې عام ښوونځي تللی و.

هغه فارغ نه شو، ځکه تر لومړي کال وروسته موټر چلونه کې د مرستې لپاره بوسنیا ته ولاړ او بېرته ستون نه شو.

نوموړی په ۱۹۹۴ کال د دریو بریتانوي او یوه امریکايي سیلاني د تښتونې په تړاو هند کې ونیول شو او زنداني شو.

په ۱۹۹۹ کال د اورپکو لخوا د تښتول شوې مساپر وړونکې الوتکې د غوښتنو د لیست له مخې خوشې شو.

امریکايي رسنیو د حکومتي چارواکو په حواله ویلي چې پر عمر شیخ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې بریدونو کې یو ښکیل کس ته د پیسو د لېږد تور هم پورې دی.