تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د امریکايي ژورنالیست 'ډانیل پیرل' پر وژنه د تورن 'عمر شیخ' د خوشی کېدو حکم شوی
پاکستان کې یوې ایالتي محکمې حکم کړی چې په ۲۰۰۲ کال د یوه امریکايي ژورنالیست ډانیل پیرل د وژلو په تور نیول شوی اورپکی عمر شيخ دې خوشې شي.
عمر شیخ چې بریتانیا کې زېږېدلی روان کال د ډانیل پیرل د وژلو قضیه کې له ښکیلتیا سپین وبلل شو، خو پر دې پرېکړه د اعتراض له کبله زندان کې پاتې شو.
اوس کراچۍ ښار کې د سند عالي محکمې ویلي په موقت بند کې د عمر شیخ ساتل غیرقانوني دي. د عمر شیخ یوه وکیل ویلي چې نوموړی ښايي ۲۴ ساعتونو کې خوشی شي.
په سویلي کراچۍ ښار کې د والسټریټ ژورنال د خبریال تښتونې او په بې دردۍ سرپرې کېدو وېره او غوسه راپارولې وه.
عمر شیخ د پیرل تر تښتول کېدو څو ورځې وروسته ونیول شو او د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا محکوم شو. هغه پیل کې پر اعدام محکوم شوی و.
خو د سند عالي محکمې تېره اپرېل میاشت کې د ښاغلي شیخ سزا تښتونې ته راټیټه کړه او د دې قضیې په تړاو درې نور نیول شوي کسان یې هم بري کړل.
د ښاغلي پيرل کورنۍ پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی و. دوی او د پاکستان حکومت د محکمې دا پرېکړه ننګولې او بیا کتنه یې غوښتې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د عمر شیخ د خوشې کېدو حکم غندلی او ویلي یې دي ډاډ ورکړ شوی چې تورن کس نه دی خوشې شوی.
دغه وزارت د پیرل کورنۍ سره د ملاتړ د دوام ژمنه کړې او ویلي یې دي:
"موږ د یوه زړور ژورنالیست په توګه د ډانیل پیرل د میراث درناوي ته دوام ورکوو".
ډانیل پیرل سره څه شوي وو؟
ښاغلي پیرل چې د وال سټریټ ژورنال د سویلي اسیا څانګې مشر و د ۲۰۰۲ کال جنورۍ کې تری تم شو.
هغه کراچۍ کې له مېشتو اسلامپاله اورپکو سره د ریچارد ریډ اړیکې څېړلې، چې بوټانو کې پر پټو کړو بمونو سره یې د یوې مساپر وړونکې الوتکې د الوځولو هڅه کړې وه.
څارنوالانو ښاغلی شیخ تورن کړی و چې ګواکې ډانیل پیرل یې له یوه عالم سره د لیدو په پلمه تېرایستلی و.
د ښاغلي پیرل او ښاغلي شیخ ترمنځ اړیکې هغه مهال د دوی د مېندوارو مېرمنو په اړه د اندېښنو په شریکولو سره جوړې شوې وې.
پاکستاني او امریکايي رسنیو د ډانیل پیرل تر تری تم کېدو لږ وروسته د پاکستان د حاکمیت رغونې ملي غورځنګ په نوم له وړاندې پېژندل شوې ډلې څخه بریښنالیکونه ترلاسه کړل.
دې ډلې د پیرل د خوشې کېدو لپاره امریکا کې له بندي پاکستانیانو سره د ښه چلن په ګډون د خپلو غوښتنو لیست شریک کړی و.
تر دې نږدې یوه میاشت وروسته کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ ته د ۳۸ کلن پیرل د سر پرې کېدو ویډیو واستول شوه.
احمد عمر سعید شیخ څوک دی؟
عمر شیخ په ۱۹۷۳ کال لندن کې زېږېدلی او د لندن د اقتصاد ښوونځي ته تر تګ وړاندې عام ښوونځي تللی و.
هغه فارغ نه شو، ځکه تر لومړي کال وروسته موټر چلونه کې د مرستې لپاره بوسنیا ته ولاړ او بېرته ستون نه شو.
نوموړی په ۱۹۹۴ کال د دریو بریتانوي او یوه امریکايي سیلاني د تښتونې په تړاو هند کې ونیول شو او زنداني شو.
په ۱۹۹۹ کال د اورپکو لخوا د تښتول شوې مساپر وړونکې الوتکې د غوښتنو د لیست له مخې خوشې شو.
امریکايي رسنیو د حکومتي چارواکو په حواله ویلي چې پر عمر شیخ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې بریدونو کې یو ښکیل کس ته د پیسو د لېږد تور هم پورې دی.