اتریش کې ۶ ځایه وسلوال برید؛ ۳ کسان ووژل او ۱۲ ټپیان شول

اتریش

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د اتریش پلازمېنه ویانا کې پولیس وايي، وسلوالو په شپږو ځایونو کې برید سره ۳ کسان ووژل او ۱۲ یې ټپي کړل.

د اتریش لومړي وزیر سبسټیان کورز دا "کرکجن ترهګریز برید"بولي او وايي، یو وسلوال هم وژل شوی دی.

خو ځینې رپوټونه وايي، یو بریدګر وژل شوی، بل پولیسو نیولی او د دریم بریدګر لټون روان دی.

د ویانا ښاروال مېچل لوډیوګ وايي، دې برید کې یو کس سملاسي ووژل شو او یوه ښځه او یو بل کس روغتون کې له ټپونو مړه شوه.

د هغه په خبره، ۱۲ کسان ټپیان دي چې د ۶ کسانو حالت نازک دی.

اتریش

د عکس سرچینه، Reuters

دا برید د ویانا مرکزي کنیسه یا د یهودانو عبادتځي سره نږدې شوی او لا هم مالومه نه ده چې هدف همدا مرکز و که نه.

د یهودۍ ټولنې مشر اوسکار ډیټچ ټوېټ کې لیکلي چې د برید پر مهال دا عبادتځی بند و.

د کورنیو چارو وزیر کارل نهامر وايي، یو پولیس هم ټپي شوی دی.

نوموړي خبري غونډه کې بریدګر اسلامپالی ترهګر وباله او زیاته یې کړه:

وژل شوی بریدګر د داعش پلوی و او د تورن کور هم پلټل شوی او ډېرې ویډیووې موندل شوې دي

په اتریش کې د کورونا د مخنیوي لپاره د نویو تدبیرونو تر اعلان څو ګړۍ مخکې دا برید وشو او په دا مهال ډېر خلک بهر وو او هوټلونو او هغو نورو ځایونو کې یې چکر واهه چې د نومبر تر پای به تړلي وي.

د برید غندل

پولیسو د پېښې له ځای سره سړکونه تړلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیسو د پېښې له ځای سره سړکونه تړلي دي.

د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، دې خطرناک برید سخت هیښ کړی دی.

نوموړی خپل ټوېټ کې زیاتوي چې برتانیا له اتریشي ولس سره د ترهګرۍ ضد یوموټې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، اروپايان باید دې بریدونو ته تسلیم نه شي:

"موږ فرانسوی ولس له اتریشي ولس سره غم او شوک کې شریک یو. دوی د ویانا منځ کې برید ولید. له فرانسې وروسته زموږ پر ملګرو برید وشو، دا زموږ اروپا ده، زموږ دوښمن باید پوه شي چې له چا سره مخ دي. "

اتریش

د عکس سرچینه، Reuters

د ښاغلي مکرون اشاره د فرانسې نیس ښار کې پر کلیسا د چاکو برید ته اشاره ده چې پکې درې کسان ووژل شول.

ښاغلي مکرون هغه برید اسلامپالی ترهګریز برید وباله، خو دا خبره یې د مسلمانو هېوادونو له غوسې او اعتراض سره مخ شوې.

د اروپايي کمېسون مشر شارل مېشل هم دا پېښه بزدلانه او پر انساني ارزښتونو برید بللی دی.