د فرانسې په نیس کې د چړې برید کې ۳ کسان ووژل شول

د عکس سرچینه، CHRISTIAN ESTROSI
فرانسه کې سرچینې وايي، د پنجشنبې په ورځ ( د اکټوبر ۲۹) نیس ښار کې په کلیسا کې بریدګر په چاکو سره درې کسان ووژل او څو نور یې ټپيان کړل.
د پېښې یو قرباني د کلیسا خدمتګار او بل هم ښځه ده چې سر ترې پرې کړل شوی دی.
د فرانسې سوېل ته د نیس ښاروال کرسټیان اېستروسي ویلي د دغه برید په تړاو یو کس نیول شوی دی او پېښه هم ترهګریزه بولي:
"ټول شواهد د نیترو دام کلیسا په زړه کې د یوه ترهګریز برید ښکارندويي کوي. "
د فرانسې ملي اسامبلۍ، چې لومړي وزیر ژان کاستکس پکې د دې پېښې پر مهال د کرونا وبا د دوېمې څپې له کبله د پنجشنبې له شپې څخه په ګرځېدو د بندیزونو نوي مقررات وړاندې کول، یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
کاستکس پر یووالي او انسجام په ټینګار سره وویل "له شک پرته دا نوې او ډیره جدي ننګونه ده چې زموږ هېواد ورسره مخامخ دی."
دوه اوونۍ وړاندې په خټه یوه چچیني ځوان فرانسه کې د دې لپاره د تاریخ له یوه ښوونکي سر پرې کړ چې ټولګي کې یې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور ښودلی و.
له هغې پیښې را وروسته دغه هېواد کې وضعیت ترینګلی دی.
د فرانسې پولیسو د پنجشنبې ورځې برید "ډېر جدي پېښه" بللې او د نیس ښاروال له خلکو غوښتي چې د پولیسو له عملیاتو سره د مرستې لپاره دا سیمه تشه کړي.
رپوټونه وايي بریدګر په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
اتم برید

د عکس سرچینه، EPA
دا روان کال کې فرانسه کې د چړو او یا په ګاډي وهلو اتم ورته برید دی.
په اپرېل میاشت کې د داعش ډلې یوه پلوي دغه هېواد کې پولیس په موټر ووهل او دوه تنه یې تپي کړل.
په نیس ښار کې هم چې د پنجشنبې پر روځ یې په نتردام کلیسا کې دا برید شوی، تر دې وړاندې دا خونړي بریدونه شوي دي.
یوه کس په ۲۰۱۶ کال کې د فرانسې د ملي روځې او په باستیل زندان د انقلابېانو د یرغل د کالیزې د لمانځنې میله کې پر خلکو موټر وخیژاوه او ۸۶ کسان یې ووژل.



















