د اسپانیې پخواني پاچا د فساد تورونو له کبله خپل هېواد پرېښود

خوان كارلوس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خوان کارلوس په ۲۰۱۴ کال وروسته تر هغه بې واکه شو چې د فیلانو تر ښکار وروسته یې د لور مېړه یې فساد قضیه کې ښکېل وګڼل شو.
د خپرېدو وخت

په اسپانیا کې یوه عالي محکمه د سعودي عربستان چټک اورګاډي پټلۍ جوړولو تړون کې د اسپانیا د پخواني پاچا خوان کارلوس د ښکېلتیا په اړه څېړنه کوي. د اسپانیا شاهي ماڼۍ ویلي، خوان کارلوس له هېواده یوه نامالوم ځای ته وتلی دی.

پر نوموړي د فساد اړوند قضیو کې د ښکېلتیا تور څو اونۍ مخکې لګول شوی و، خو اوس د اسپانیا شاهي ماڼۍ ویلي، چې پخوانی پاچا به له خپل هېواده وځي.

خوان کارلوس خپل زوی او پاچا فیلیپ ته - چې له شپږو کلونو راهیسې واکمني کوي - په یوه پیغام کې ویلي، که څارنوال یې وغواړي، دی چمتو دی حاضر شي.

د بي بي سي خبریال نیکي بیکي وايي، دا له ۱۹۷۵ کال راهیسې د جنرال فرانکو له مړینې وروسته اسپانیا کې له دیکتاتورۍ څخه ډیموکراسۍ ته د اوښتو پېر ګڼل کېږي.

خوان کارلوس په ۲۰۱۴ کال وروسته تر هغه بې واکه شو چې د فیلانو تر ښکار وروسته یې د زوم قضیه کې ښکېل وګڼل شو.

د پخواني پاچا په اړه شکونه

خوان کارلوس په ۲۰۱۴ کال د خپل زوی شپږم فیلیپ لپاره له واکه لاس په سر شو

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، خوان کارلوس په ۲۰۱۴ کال د خپل زوی شپږم فیلیپ لپاره له واکه لاس په سر شو

په اسپانیا کې عالي محکمې ویلي، هڅه یې دا ده چې په ۲۰۱۴ کال بې واکه کېدا وروسته د سعودي د چټک اورګاډي پټلۍ پروژې سره د هغه اړیکه ثابته کړي.

دا هغه نېټه ده چې پاچا پکې قانوني مصونیت له لاسه ورکړ.

یوه اسپانوي شرکت د سعودي مکې او مدینې ترمنځ د ۶٫۷ میلیارد یورو د چټک اورګاډي پټلۍ جوړولو پروژه وګټله.

په دې پروژه کې د سویس د ښکېلتیا په اړه هم څېړنه کېږي.

خوان کارلوس د بحرین له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفة سره (۲۰۱۴)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خوان کارلوس د بحرین له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفة سره (۲۰۱۴)

د فساد ضد چارواکي انګېري چې ګنې پخواني پاچا ځینې پیسې سویس کې ساتلې وې او اعلان کړې یې نه وې.

د سویس قضايي بنسټونه هم په دې اړه څېړنه کوي.

د اسپانیا یوې محکمې ویلي "په څېړنه کې مداخله نه کوي" او ټول وګړي د قضا پر وړاندې یو شان دي.