تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسپانیې پخواني پاچا د فساد تورونو له کبله خپل هېواد پرېښود
په اسپانیا کې یوه عالي محکمه د سعودي عربستان چټک اورګاډي پټلۍ جوړولو تړون کې د اسپانیا د پخواني پاچا خوان کارلوس د ښکېلتیا په اړه څېړنه کوي. د اسپانیا شاهي ماڼۍ ویلي، خوان کارلوس له هېواده یوه نامالوم ځای ته وتلی دی.
پر نوموړي د فساد اړوند قضیو کې د ښکېلتیا تور څو اونۍ مخکې لګول شوی و، خو اوس د اسپانیا شاهي ماڼۍ ویلي، چې پخوانی پاچا به له خپل هېواده وځي.
خوان کارلوس خپل زوی او پاچا فیلیپ ته - چې له شپږو کلونو راهیسې واکمني کوي - په یوه پیغام کې ویلي، که څارنوال یې وغواړي، دی چمتو دی حاضر شي.
د بي بي سي خبریال نیکي بیکي وايي، دا له ۱۹۷۵ کال راهیسې د جنرال فرانکو له مړینې وروسته اسپانیا کې له دیکتاتورۍ څخه ډیموکراسۍ ته د اوښتو پېر ګڼل کېږي.
خوان کارلوس په ۲۰۱۴ کال وروسته تر هغه بې واکه شو چې د فیلانو تر ښکار وروسته یې د زوم قضیه کې ښکېل وګڼل شو.
د پخواني پاچا په اړه شکونه
په اسپانیا کې عالي محکمې ویلي، هڅه یې دا ده چې په ۲۰۱۴ کال بې واکه کېدا وروسته د سعودي د چټک اورګاډي پټلۍ پروژې سره د هغه اړیکه ثابته کړي.
دا هغه نېټه ده چې پاچا پکې قانوني مصونیت له لاسه ورکړ.
یوه اسپانوي شرکت د سعودي مکې او مدینې ترمنځ د ۶٫۷ میلیارد یورو د چټک اورګاډي پټلۍ جوړولو پروژه وګټله.
په دې پروژه کې د سویس د ښکېلتیا په اړه هم څېړنه کېږي.
د فساد ضد چارواکي انګېري چې ګنې پخواني پاچا ځینې پیسې سویس کې ساتلې وې او اعلان کړې یې نه وې.
د سویس قضايي بنسټونه هم په دې اړه څېړنه کوي.
د اسپانیا یوې محکمې ویلي "په څېړنه کې مداخله نه کوي" او ټول وګړي د قضا پر وړاندې یو شان دي.