اسپانوۍ شهزادګۍ د فساد په تور محاکمه کېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service
په اسپانیا کې یوه قاضي په مالیو کې د فساد په تور د پاچا د لور شهزادګۍ کریسټینا د محاکمه کولو امر کړی دی.
د فساد دغه تورونه د هغې د مېړه د یوې سوداګریزې معاملې له کبله دي.
دا لومړی ځل دی، چې د واکمنې کورنۍ یوه غړې د فساد له کبله زنداني او محاکمه کېږي.
وړاندې شهزادګۍ او د هغې مېړه اناکي اوردانګارین ویلي وو، چې پر دوی د فساد لګېدلي تورونه بابیزه دي.
پر اوردانګارین د میلیونونو ډالرو د فساد تور دی.
د اسپانیا پالما مجورکا کې څارنوالانو ویلي، د ښاغلي اوردانګارین د سپورت بنسټ عامې پیسې په ناسم ډول لګولې دي.
پر اوردانګارین د نژد ې۷.۵ میلیون ډالرو فساد تور دی، چې د خپل خیریه (نوس انستېتوت) د خیرښېګڼې پر چارو یې لګولي دي.
۴۹ کلنه شهزادګۍ کریسټینا هم د ۲،۶ میلیون پاونډ په فساد تورنه ده. نوموړې د پاچا درېیم فیلیپ لور ده، او د مخکني پاچا خوان کارلوس کشره لور ده.

د عکس سرچینه، AFP
د فساد دغه تورونه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو له سوداګریزو معاملو سره تړاو لري.
پر ښاغلي اوردانګارین او بیا د هغه پر سوداګریز شریک دیګو توریس تور دی چې د نوس انستیتوت په ګټه یې پیسې لګولې دي.

د عکس سرچینه، AFP


















