په کور کې ځان ته د ماسک جوړولو طریقه

Three types of homemade facemasks or face coverings
د خپرېدو وخت

په ځینې هېوادونو کې د کورونا وېروس د ګرځبندیز له اسانولو سره په عامه ځایونو کې ماسک اغوستل هم یا اجباري او یا هم په ډېرو ځایونو کې د حکومتي سپارښتنو برخه ده.

د مۍ پر لسمه فرانسې عامه ځایونو کې ماسک اجباري کړ.

ورپسې جرمني پرېکړه وکړه چې عامه ټرانسپورټ او هټیو کې به ماسک اغوستل اجباري وي.

اوس برتانیا په انګلېنډ، سکاټلنډ، او شمالي ایرلنډ کې خلکو ته سپارښته کړې چې د سودا خیستلو، عامه ټرانسپورټ کارولو کې د ماسک اغوستلو سره د کورونا وېروس په نه خپرېدو کې مرسته وکړي.

په داسې مهال چې طبي ماسکونه د روغتیا لپاره مهم بلل کېږي ښايي ځینې خلک کور کې خپله د ماسک جوړول وغواړي.

دلته د مختلفو ماسکونو د جوړولو لپاره زموږ سپارښتنې ګام په ګام پلې کولی شئ.

د برتانیا حکومت دا سپارښتنه هم کوي چې د ماسک له اغوستلو مخکې او بیا لرې کولو وروسته لاسونه ومینځل شي یا میکروب ضد مایع وکارول شي.

ماسک

پر سترګو، پوزه او خوله هېڅ وخت لاس ونه وهل شي. تر مینځلو پورې خپل مختړونی پلاستیک کې کېږده.

دا ماسک باقاعده ډول ومینځه.

بله بېلګه یې د زړو یخن قاقونو ده، که نرم مالوچ وي، لا ښه ده، چې ماسک ترې جوړ کړئ.

یوې څېړنې موندلې تر ټولوه غوره توکي ټینګ اوبدل شوی کتان دی،‌ یا طبیعي ورېښم. خو تاسو چې کور کې کوم زوړ ټوکر مومئ، له هغه هم ماسک جوړولی شئ.

حکومت وايي، په کور جوړ ماسک اغوستونکي سره مرسته نشي کولی، خو بل ته یې هغه وخت د ناروغۍ مخنیوي کې ګټور دی، چې لا یې نښې ښکاره شوې نه وي.

که د کورونا وېروس نښې ولرې لکه ډېره تودوخه یا پرلپسې توخی، نو باید په کور ځان ګوښه کړې.

ماسک

هر ډول ماسک چې کاروې، بیا هم د ګرځبندیز د نورو اصولو ځای نه شي نیولی، د لاسونو مینځل د پخوا په څېر مهم دي، ځکه کور ته تللو سره تر ۲۰ ثانیو لاسونه ومینځه.

خواله رسنیو کې مسلکي کسانو او سکښتونکو د مخ ساتونکي ماسک د جوړلو لپاره نورې ډېرې لارې ښودلې دي.

دا هم یاد لرې چئ ممکن له یوه ډېرو ماسکونوته ضرورت ولرئ، ځکه که یومینځئ بل به کارولو ته لرئ.

ماسک باید له دوو کلونو کمو ماشومانو او هغو کسانو ته وا نه چول شي چې سم یې په مخ تړلی نه شي.

دلته راوړل شوي ماسکونه د بي بي سي ځانګړې ډلې جوړ کړي دي.

ماسک