کورونا وېروس: نړۍ کې تازه پېښې او امنیتي سرتېرو لیکو کې د ناروغۍ خپرولو هڅه

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر دوه میلیونه ۱۸۰ زره کسانو ته رسېدلی، خو په جرمنې چارواکو ډاډ څرګند کړی چې دا ناروغۍ کنټرول کړې ده.
تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله ۱۴۷ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې د اپریل پر څلورمه نېټه د کورونا ویروس ناروغانو شمېر یو میلیون ته رسېده، چې اوس دوې اونۍ وروسته له دوه میلیونه زیات شوی دی.
په امریکا متحدو ایالتونو کې د بل هر هېواد پرتله پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر دی، چې ۶۷۰ زرو کسانو ته رسېږي.
د مارچ میاشتې له نیمايي راهیسې په دغه هېواد کې نژدې ۲۱ میلیونه کسانو دندې یا روزګارونه له لاسه ورکړي.
بل لور ته برتانیا کې د دریو اونیو لپاره او په نیویارک ایالت کې د مې میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې د قرنطین محدودیتونه غځول شوي دي.
برتانیا کې د وروستیو شمېرو له مخې د کورونا ویروس له کبله روغتونونو کې د پنجشنبې تر ماښامه د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۵۷۶ تنو ته رسېدلی دی.
پر وروستۍ ورځ دغه هېواد کې د کورونا ویروس له کبله ۸۴۷ کسان مړه شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د جرمني روغتیا وزیر اعلان کړی، چې هېواد کې کوویډ-۱۹ وبا کنټرول شوې ده. ینز سپن وايي، د اغېزمنو کسانو شمېر تر صفر اعشاریه اووه پورې راټیټ شوی، په دې مانا چې یو ناروغ له یوه هم لږ کسانو ته ویروس لېږدوي.
جرمني کې د دغې وبا له کبله د مړو شویو شمېر څلور زره او ۹۳ دی، چې د ایټالیا، اسپانیا او برتانیا پرتله لږ شمېر دی.
په تونس کې بیا کورنیو چارو وزارت ویلي، یو مشکوک جهادي کس یې له زندانه له خوشي کېدو وروسته بېرته ځکه نیولی چې پر کورونا ویروس اخته کسان یې پولیسو او پوځیانو ته مخامخ د ټوخېدو لپاره هڅول.
یو بل نیول شوی کس وايي، ده ته ویل شوي وو، چې هر ځای وټوخېږي او اوس یې د کورونا لپاره معاینات کېږي.
د تونس د کورنیو چارو وزارت ویلي دې کار ته هڅول کس ځکه ونه توانید چې په امنیتي مرکزونو کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره ټینګ اقدامات شوي دي.
نیول شوی د دې اعلامیې له مخې اوس په قرنطین کې دی چې معلومه شي چې رښتیا یې هم کوويډ-۱۹ ناروغۍ لرله او کنه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په تونس کې د کورونا وېروس ۷۸۰ پېښې ثبت شوي او له امله یې ۳۵ تنه مړه شوي دي.
د جاپان لومړي وزیر شنزو ابې وايي، د روغتیا په نړیوال سازمان کې ځینې مسایل شته، چې په خبره یې د کورونا وبا له پای ته رسېدو وروسته باید حل شي، خو نوموړی وايي، هېواد به یې د روغتیا له نړیوال سازمان سره مالي همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې ده چې جاپاني لومړي وزیر دغه څرګندونې د امریکايي ولسشمر ډونلډ ټرمپ له هغه بیانه وروسته مخې ته راځي چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره یې د مرستو درولو اعلان وکړ.
ولسمشر ټرمپ د روغتیا پر نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او تور پورې کړ، چې پر چین یې خورا ډېر باور کړی او ستره تېروتنه یې کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې رایل سوسایټي د داسې لارو چارو په هکله څېړنه پیلوي چې د کورونا وبا ورسره له منځه لاړه شي.
د کارپوهانو یوه ډله به د بېلا بېلو هېوادونو تجربې وڅېړې او پر شته ساینسي لارو چارو به غور وکړي، چې له مخې به یې څو اونیو کې د اوسني قرنطین نرمښت په تړاو سلا مشورې ورکړي.
ویل کېږي کارپوهان به د ماسک کارولو، د کوویډ-۱۹ وبا او ګرم موسم تر منځ تعلق، ښوونځیو ته د ماشومانو بېرته استولو احتمالي اغېز او له یوه بله د انسانانو واټن ساتلو په څېر مسایل وڅېړي او خپل نظر به وړاندې کړي.



















