د السلوادور پارلمان ته پوځيان د پور منلو په پار ننوتل

د عکس سرچینه، Reuters
د السلوادور پارلمان ته د دې هېواد ملي پولیس او سرتېري په زور ننوتي چې د دوی د پوځي تجهیزاتو ۱۰۹ میلیونه ډالري پور تایید کړي.
دوی په داسې حال کې پارلمان ته ننوتل چې د دې هېواد ولسمشر نایب بوکيلي غوښتل وکیلانو ته وینا وکړي او هغه د خپل پور د بېرته ستنولو لپاره دوی ته ۷ ورځې وخت ورکړ.
اپوزسیون پارلمان ته د وسله والو ورتګ له وېرې ډکه او بې مخینې کړنه وبلله.
د وژنو د پېښو له امله السالوادور په نړۍ کې لومړی نوم لري.
د وژنو ډېری پېښې د جنایتکارانو ډلو له لوري کېږي او دوی په ټوله مرکزي امریکا کې فعالیت لري.
ولسمشر بوکیلي د ۲۰۱۹کال په جون میاشت کې ولسمشرۍ ته ورسېد او ژمنه یې وکړه چې په مرکزي امریکا کې به له جنایتکارو ډلو، فقر او فساد سره مبارزه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا ۳۸ کلن ولسمشرد پور اخیستلو له لارې غواړي چې پولیس او ملي سرتېري ښه سمبال کړي او د جنایتکارو ډلو پر وړاندې سمه مبارزه وکړی شي.
دا بودیجه یوازې د پولیسود ګاډو، یونیفورم، پوځي تجهیزاتو اود چورلکو پېرلو لپاره ځانګړې کېږي.
د اونۍ په پای کې د پارلمان استازو پرېکړه وکړه چې د دې لایحې پرسر خبرو ډېر وخت تېر نه کړي.
په مرکزي امریکا کې د بي بي سي د خبریال وېل ګرانټ د راپور له مخې، دا چې د پارلمان نصاب پوره نه شو، ښاغلي بوکیلي له خپلو پلویانو وغوښتل چې پارلمان ته ولاړ شي.
شاوخوا ۵۰ زره دولت پلوه خلکو په دې اعتراض کې ګډون لاره.
ښاغلي بوکیلي دوی ته وویل، که د پارلمان استازي دا طرح تصویب نه کړي؛ لږ تر لږه په یوه اونۍ کې به لارو کوڅو ته راووځئ.
د ښاغلي بوکیلي سیاسي مخالفانو هغه تورن کړی چې ګواښ او زورواکي کوي.




















