لندن کې ترهگرۍ سره په تړاو پوليسو يو کس وواژه

د لندن په سویلي برخه کې پولیس یو تن په ډزو وواژه، د لندن پولیس وايي دا کس د " ترهګرۍ اړوند" یوه پېښه کې وژل شوی دی.
پولیسو ویلي ګومان کیږي چې پر سټریټهم واټ چېرته چې دا کس وژل شوی څو تنه په چاړه وهل شوي دي.
باور دى چې د چړې په دغه بريد کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
عیني شاهدانو پر خواله رسنیو ویلي په ځايي وخت نن ماسپښين څه باندې دوه بجې یې د درې ډزو غږونه اوریدلي دي او څو تنه یې لیدلي چې د ډاکټرانو له خوا یي درملنه کېدله.
د لندن د امبولانس ادارې ویلي د پیښې ځای ته یې امبولانسونه او ډاکټران استولي دي.
ياده اداره وايي د پېښې په ځاى کې يې د يو شمېر وگړو درمنله کړې.
یوه کس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي : " پر سټریټهم واټ یوه لویه پیښه شوې ، وسله په لاس پولیس لیدل کیږي او سړکونه بند دي. "
١٩ کلن گولېت بولهن وايي " زه له سړکه اوښتم، يو سړى مې وليد چې يوه لويه چاړه ورسره وه پر ټټر يې نقره يې رنگي ډبي و، يو سړى پسې اخيستى و چې فکر کوم شخصي جامو والا پوليس و."
د د دغه عيني شاهد په وينا بيا دغه سړى وويشتل شو. دى وايي "ما درې ډزې واورېدې."
د لندن پوليس وايي د ژوبلو روغتيايي وضعيت په تړاو د مالوماتو انتظار کوي. سيمه پوليسو تړلې ده. په لوى شمېر کې پوليس سيمې ته ورغلي او د چورلکو غږونه هم اورېدل کېږي. د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن په خپل ټوېټري پيغام کې له ژوبل شويو او اغېزمنو شويو سره خواخوږي څرگنده کړې. نوموړي د بېړنيو خدماتو له ادارو هم د هغوى چټک غبرگون له امله مننه کړې.



















