لندن کې د ترهګرۍ په تور ۶ تنه نیول شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, يما بارز
- دنده, لندن
- د خپرېدو وخت
پنځه نارينه او يوه ښځه د ترهگريزو کړونو د پلانولو په شک په لندن کې نيول شوي دي.
دغه وگړي چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۳۰ کلونو ښوول شوي د لندن په شمال، لويديځ، او ختيځ کې ونيول شول.
د رپوټونو پر بنسټ شکمن په داسي احتمالي يا شونو ترهگريزو پلانونو کې د لاس درلودو په تور نيول شوي چي توندلاري اسلام پالان په کې ښکېل وو.
پوليس چارواکو پر يوه شکمن د تېزر تومانچه ( چې برېښنايي ټکان ورکوي) کارولې خو دا يي نه ده څرگنده کړې چې لامل يې څه و، آيا دغه کس د پوليسو په وړاندې مقاومت کاوه او که څنگه.
استخباراتي ادارې وايي دغه کسانو له اولمپيک لوبو سره چې په راتلونکو دریو اونيو کې په لندن کې پېلېدونکي دي څه تړوا نه درلود او دا نيونې د څارنې د اوږدمهالو عملياتو په ترڅ کې د ولسي وگړو د خونديتابه په موخه ترسره شوي.
امنيتي سرچینو پېښه مهمه ښوولې خو داسي کومې څرگندونې نه دي شوي چې گواکې په ځانگړې توگه د بريد کوم خطر شتون درلود.
په لندن کې د ترهگرۍ د گواښ کچه چارواکو نه ده لوړه کړې.
په دې ښار کې د ترهگرۍ گواښ د کچې مالومولو لپاره پنځه درجې ټاکل شوي چې په دې مانا دي:
پنځمه درجه: د ترهگرېز بريد کېدونکى دى.
څلورمه درجه: د ترهگريز بريد جدي گواښ شته
دريمه درجه: ديوه ترهگريز بريد شونتيا شته
په لندن کې د ترهگريز بريد د گواښ کچه اوس مهال په دريمه درجه کې ده.


















