'اسلامي دولت' د لندن برېج برید مسؤلیت ومانه

د لندن پولیس د برید په سیمه کې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د لندن پولیس د برید په سیمه کې
د خپرېدو وخت

په لندن کې د تېرې جمعې ورځې د برید مسؤلیت "اسلامي دولت" نومې ډل منلی چې وايي دا برید د دوی پرضد په نړیواله ټلواله کې د غړو هېوادونو د وګړو د وژلو په موخه شوی دی.

د برتانیا د ترهګرۍ د مبارزې پولیسو ویلي، بریدګر، چې دوه لارویان یې په چړې ووژل او درې نور یې ټپیان کړل، مخکېنی بندي دی چې له ترهګرۍ سره د اړوندو جرمونو په تور بندي شوی و.

د پولیسو یوه مشر نیل باسو ویلي، بریدګر د پولیسو په ډزو ووژل شو. ۲۸ کلن عثمان خان له زندانه په دې شرط خوشی شوی و چې څارل کېږي به.

"اسلامي دولت" نومې ډلې پر ټیلېګرام یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا برید ددغې ډلې پرضد د نړیوالې ټلوالې د غړو هېوادونو پر وګړو د وژلو یوه پیلامه ده.

عثمان خان به ۲۰۱۲ کال د ترهګرۍ په جرم تورن شوی و

د عکس سرچینه، WEST MIDLANDS POLICE

د عکس تشریح، عثمان خان به ۲۰۱۲ کال د ترهګرۍ په جرم تورن شوی و

پولیس وايي، عثمان خان په ۲۰۱۲ کال کې هم د ترهګریزو فعالیتونو په تور زندان ته تللی و او د ۲۰۱۸ کال په ډېسمبر میاشت کې له بنده خلاص شوی و.

جاك ميريت

د عکس سرچینه، Other

رتانوي ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ښاغلی خان له هغه وروسته ازاد شوی چې د پولیسو لخوا د خپل تګ راتګ د څار لپاره یې د جي پي اس سیستم لګولو سره موافقه کړې وه.

برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ د ځینو سرچینو په حواله لیکلي د لندن د تیر ماښام برید کوونکی چې عثمان خان نومیده د المهاجرون د سخت دریځې ډلي غړی و. ورځپاڼه د دې سرچینو په حواله زیاتوي ددې ډلې مشر انجم چودري دی او په برتانیا کې تر ټولو خطرناکه او سخت دریځ ډله بلل کیږي. ورځپاڼه زیاتوي برید کوونکی د ترهګرۍ په جرم په زندان کې و او له زندانه له راوتلو وروسته د پولیس تر څار لاندې و.

پولیس

د عکس سرچینه، PA Media

د برتانیا له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو مشر نېل باسو ویلي، په دې برخه کې لا هم څېړنې روانې دي، خو اوسمهال پولیس ددې برید په تړاو د بل چا لټه نه کوي. ښاغلی باسو زیاتوي چې د نورو احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

برید په سیمه کې وېره خپره کړې وه

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، برید په سیمه کې وېره خپره کړې وه

د لندن ښاروال صادق خان هم خبري رسنیو ته خبرو کې وویل چې "یو شمېر خلک ټپیان دي "، خو د اوس لپاره محرمیت په پام کې نیسي او تر دې ډېر معلومات نه ورکوي. ښاغلي خان د ځینو ټپیانو وضعیت نازک وباله.