جرمني: یوه سړي د خپلې کورنۍ شپږ کسان په ډزو وژلي

جرمن پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جرمن پولیس وايي، پېښه په یوه ودانۍ کې دننه شوې ( ارشیف تصویر)
د خپرېدو وخت

د جرمني په سویل لوېدیځ ښارګوټي روت امسي کې پولیس وايي، یوه سړي د مور، پلار په ګډون د کورنۍ شپږ کسان په ډزو وژلي دي.

دغه ۲۶ کلن سړي په خپله پولیسو ته د غرمنۍ پر مهال ټیلیفون کې ویلي و، چې په یوه رستورانت کې یې یو شمېر کسان په ډزو وژلي.

پولیسو دغه سړی چې د ټوپک جواز یې درلود، د ودانۍ بهر ولاړ وموند او نیولی یې دی. په رستورانت کې دننه د دریو نارینه وو او دریو ښځو مړي موندل شوي دي.

د ځايي پولیسو په خبره د وژل شویو کسانو عمرونه د ۳۶ او ۶۹ کلونو تر منځ وو.

په پېښه کې د دغې کورنۍ دوه نور خپلوان ټپیان شوي دي، چې یو یې سخت ټپي دی. پولیسو وايي، نیول شوي سړي د کورنۍ دوو نورو زلمیانو ته هم ګواښونه کړي وو، خو هغوی ته یې کوم زیان نه دی رسولی.

داسې باور کېږي، چې پېښه په کورنۍ شخړې پورې تړاو لري.

ماهرین د پېښې ځای کې ثبوتونه ټولوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ماهرین د پېښې ځای کې ثبوتونه ټولوي

پولیس وايي، هڅه کوي د پېښې انګېزه معلومه کړي. دوی زیاتوي، داسې کوم ثبوت نه شته، چې وښيي په دې پېښه کې نور څوک هم ښکېل دي.

پولیسو د پېښې سیمه محاصره کړې او کارپوهان د اړوندو ثبوتونو په راټولولو بوخت دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، پېښه له ځايي وخت سره سم پاو کم یوه بجه شوې ده او خورا زیات شمېر پولیس د پېښې په ځای کې لیدل شوي دي.

روت امسي یو کوچنی ښارګوټی دی، چې نژدې پنځه زره کسان پکې اوسي. بل لور ته د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، مشکوک کس نژدې ۳۰ کلن معلومېږي.