امریکا کې د ډزو پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي

د خپرېدو وخت
د امریکا میشيګن ایالت کې د ډزو یوې پېښې کې د ګڼو کسانو له وژل کېدو وروسته د بریدګر لټون روان دی.
د ډزو دغه پېښه د یاد ایالت په کالامازو سیمه کې شوې.
لومړني رپوټونه وايي، بریدګر ګاډي کې ناست دی او پر خلکو ډزې کوي.
د ځايي رسنیو رپوټونه وايي، تر اوسه پېښه کې ۶ کسان وژل شوي دي.
څلور کسان په یوه رستورانت کې د ډزو پر مهال وژل شوي او دوه نور د ګاډو یوه شوروم کې وژل شوي دي.
ویل کېږي دغه برید له هغه سره تړاو لري، چې د ګاډو یوه تم ځای کې یوه مېرمن د ډزو پایله کې سخته ژوبله شوه.
رپوټونه وايي، پولیس د هغه سپین پوټکي بریدګر لټون کوي، چې عمر یې د ۵۰ کلونو شاوخوا کې دی او په شېورلیټ ډوله ګاډي کې ناست دی.
د سیمې پولیسو یو مشر پاول ماتیاس وايي، ''تصادفي وژنې شوې دي.''
د پېښې په اړه نور جزیات ورکول کېږي.



















