د نوي کال موخو ته څنګه ورسېږم؟
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
زموږ ډېرو لپاره نوی کال نوی پیل دی، د خپل پرمختګ او ښه والي لپاره موخې ټاکلی شو، ځکه ډېری خلک د کال وروستیو کې د راتلونکي کال لپاره مهمې پرېکړې کوي.
د ۲۰۱۹ کال پای ته رسېدو سره بیا هم خلک غواړي ۲۰۲۰ کال د ځان لپاره بدل کړي.
دا پرېکړې ښايي د لا روغ ژوند یا ډېر بچت لپاره وي، لا هم د نوي کار پیلولو یا د یو څه د پوره پرېښودو لپاره وي.
خو د هرې پرېکړې لپاره باید انګېزه ولرئ، خو دا انګېزه هم اسانه نه پیدا کېږي.
ځکه د امریکا پنسیلوانیا ایالت کې د سکرانټن پوهنتون څېړنه وايي، د نوي کال لومړیو کې هرڅوک دا ډول پرېکړې کوي، خو په دوی کې یوازې اته سلنه خپلې پرېکړې په ځای کوي او خپلو موخو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که غواړئ تاسو هم د دې اته سلنه کسانو له ډلې شئ، نو نوي کال کې خپلو موخو ته په رسېدو کې دا پنځه سپارښتنې در سره مرسته کولی شي.
له لږو پیل وکړئ
که خپله موخه ریښتونې تعریف کړئ، د بري امکان مو ډېر دی.
روانپوه راشل واین شټاین وايي: "یوه ستونزه دا ده چې ځان ته ډېرې لویې موخې ټاکو، خو داسې نشي کېدلی چې موږ نوي کال کې یو مخ بل څوک شو."
خو کله چې کوچنۍ موخه وټاکئ، ورور ورو یې لویې موخې ته رسولی او پراخولی شئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
یانې ماراتن سیالۍ کې د ګډون په ځای اول ځان ته ورزشي بوټان واخلئ او د لنډ واټن منډه پیل کړئ.
یا که له پخلي سره مینه لرئ، اونۍ کې یو ځل له ډېر عمره کس سره د خوړو پخولو کې مرسته وکړئ او له دې لارې د پخلي مهارت ډېر کړئ.
خپلې موخې کوچنۍ او محدودوئ او داسې برابرې کړئ چې اوږدمهالو پایلو او بریو ته رسېدو کې در سره مرسته وکړي.
واین شټاین وايي، اوږدمهالی بدلون د کوچنیو ګامونو پورته کولو سره راځي.
ځیر او مشخص اوسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
موږ موخې ټاکو، خو د رسېدو لپاره پلان او نقشه ور ته نه لرو، ځکه مهمه ده چې د موخې جزیات ځان ته پوره ترسیم کړو.
د اکسفورډ پوهنتون پوهاند نیل لوی وايي: "د دې په ځای چې ووایو، د بري ډېر امکان په دې کې نه دی چې یوازې ووایو، زه به ډېر وزش وکړم، بلکې په دې کې دی چې ووایو د شنبې سهار او د سې شنبې ماسپښین به ورزش کوم."
کله چې خپلې چارې او موخې دا ډول مشخصې او عملي ترتیب کړئ، نو ډاډه کېږئ چې یوازې پرېکړه مو نه ده کړې، بلکې هڅه کوئ چې د ترسره کولو لپاره یې عملي ګامونه پورته کړئ.
ملاتړی پیدا کړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه غوره انګیزه د داسې کسانو موندل دي چې ستاسو موخو کې در سره همغږي وي.
په کاونټري کې د واریک پوهنتون فیلسوف ډاکټر جان مایکل ژمنې کولو او په پرېکړه او ژمنه درېدو کې ښکېل ټولنیز عوامل مطالعه کوي او ارزوي.
دی باوري دی چې موږ تر ډېره پر هغو پرېکړو او ژمنو درېږو چې وپوهېږو نورو ته هم مهمې دي، یا په پله ژبه د ماتې حالت کې نور هم را سره تاوان ویني.
همدا وجه ده چې که د خپلو موخو لپاره ملاتړی غواړئ، نو نور خلک هم در سره ښکېل کړئ چې هیلو ته رسېدو کې در سره مرسته وکړي.
پر ماتې بری

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې کارونه سخت او ډېر پېچلی وي، ودرېږئ او شرایط بیا وارزوئ. خنډونه څه دي؟ کومې لارې ډېرې غوره دي، کومې بې ګټې دي؟
هڅه وکړئ دومره ځیرک اوسئ چې د خورا لږ او کوچني بري ارزښت هم وپېژنئ. که خپلو پرېکړو ته ژمن پاتېدل غواړئ، نورې داسې لارې وازمویئ، چې ستاسو اراده پیاوړې کوي.
خپل ورځني ژوند کې ساده بدلون په سمه لار تلو کې در سره مرسته کوي. که غواړئ لا روغ یا صحي خواړه وخورئ، د بازاري اوړو په ځای کلیوالي غنمو اوړه وکاروئ.
یا هم د کیک، بیسکټو یا شیریني په ځای د طبیعي بوټو خواړه وخورئ او دې سره خپله وازده او د وینې غوړ کم کړئ.
پرېکړې له اوږدمهالو موخو سره همغږئ کول

د عکس سرچینه، Getty Images
د چلن روانپوه ډاکټر ان سونبرن وايي، غوره پرېکړې هغه دي چې د ژوند اوږدمهالو پلانونو ترلاسولو کې در سره مرسته وکړي.
که له ورزش سره مینه نه لرئ، خو غواړئ ورزشي ستوری شئ، نو دا به سمه پرېکړه نه وي.
هغه کسان چې د خپلې ارادې په ځواک ډېره تکیه کوي، تر ډېره ماتې خوري.
ځکه که کومه پرېکړه کوي چې ور سره مینه لرئ، نو غوره دا ده چې له اولې ورځې یې د اجرا کولو ټولې چارې وسنجوئ. له خنډونو سره مقابله کې هم د نورو ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ.



















