هغه پېغله چې شرابو پرېښودو سره یې کور واخیست

بلاگر لڑکی
د عکس تشریح، لندن میشتې پېغله چې شرابو پرېښودو سره یې کور واخیست.
د خپرېدو وخت

برتانیا کې یوه بلاګره پېغله وايي، شرابو پرېښودو سره یې د دریو کوټو کور واخیست.

۲۸ کلنه لوري مېک الیسټر وايي له بد حالت سره مخ وه او میاشتنۍ خرچه یې زر پونډه وه.

دا د ۲۰۱۶ کال خبره ده چې لوري نشه او بستره کې پرته وه، پرېکړه یې وکړه، چې نور بس دی او باید نور فولک ښار کې د کور اخیستلو لپاره بچت پیل کړي.

"که شراب مې نه پرېښودلی، د کور اخیستلو خوب مې نه ریښتیا کېده".

لوري وايي، لندن کې د استوګنې پر مهال له دوو ملګرو سره بهر تله او ټیکسي کې به ستنېدله او هم یې د خوراک څښاک لپاره لګښت کاوه.

"نور بس دي".

دا وايي په دې خوشاله نه وه چې ډېر شراب څښي، له کور بهر ډېره ځي او ارزښتناک وخت نه لري:

"په سبا مې له ځان کرکه وشوه، دا هغه حالت و چې ډېر شراب مې څښلي و او بیا مې هیڅ یاد نه و.

هغه شپې نو ډېرې خوږې وې چې د دې ژوند په پای ته رسولو غږېدو، پر ملفون مو پښېمانوونکي مسیجونه تبادله کول.

که څه هم ملګرو ویل دا کومه لویه مسله نه ده، خو ډېر شراب څښل زما ډېر بد عادت و، چې پرېښودل یې پکار و. زه له ژور خپګان سره مخ وم، شراب څښلو دا ستونزه نور هم ډېروله".

لندن کی رات
د عکس تشریح، لوري اوس یوګا هم کوي.

نوموړې زیاتوي: "وروستی ځل مې چې شراب وڅښل، هغه شپه له کور ډېر وخت بهر پاتې شوم، په سبا چې را ووتم ټول راته بېکار ښکاره شول او هوډ مې وکړ چې نور یې نه څښم".

لوري دې کار سره "ګرل اېنډ ټونګ" بلاګ پیل کړ او په دې تړاو یې لیکل پیل کل چې د خوند لپاره شراب نه څښي.

د شرابو نه څښلو لامل یې ووایه او ډېر ژر یې مالي ګټه هم ترلاسه کړه.

"ژر پوه شوم چې پیسې مې بچت کېږي، بانکي حساب مې جوړ کړ او د اولې میاشتې بچت مې پکې واچاوه، ژر پوه شوم چې خپلې موخې ته نږدې کېږم، ځکه باید ډېرې پیسې وسپموم".

لوري پوهېږي چې لندن کې یې ډېر ښه ژوند درلود، خو لرې پراته نورفولک ښار کې یې د ژوند کولو فکر ناڅاپه خوښ شو.

دغه ښار تر ستنېدو وروسته شپږ میاشتې له مور پلار سره وه بیا د خپل ورور سره کرایي کور کې وه.

ډیجیټل مارکېټنګ ایجنسۍ کې یې پوره وخت کار پیل کړ او یوګا یې هم شروع کړه.

"کورنۍ هم زما ملاتړ وکړ او د دوی ملاتړ او ور سره نږدې اوسېدو زه ډېره خوشاله کړم".

ارام ژوند

لندن کلچر
د عکس تشریح، له لندن چې لاړه شپږ میاشتې له مور پلار بیا یوه ورور سره کرايي کور کې اوسېده.

میک السټر چې شراب پرېښودل او خپل پلرني ښار نورفولک ته لاړه اتلسو میاشتو کې یې لس زره پونده بچت کړل.

دوه میاشتې مخکې یې نوروچ ته نږدې وي موندهام کې کور واخیست.

میک السټر وايي، که څه هم ډېر ارادي قوت یې نه درلود، خو مطالعې او سپي ساتلو سره یې هوډ پیدا کړ.

"ارام ژوند لرم، د خوښې دنده لرم، له خپل اقتصاد هم خوشاله یم او اوس د کور کرایه هم نه ور کوم".

مشاغل
د عکس تشریح، مطالعې او سپي ساتلو د لوري ژوند د خوشالۍ په لور بوتلو.

لوري وايي، د ملګرو سره جرګو کې د شراب نه څښلو پرېکړه یې د ژوند یو مهم پړاو و:

"اوس چې تېر ته ګورم، نو وایم که شراب مې نه څښلی د اوس په څېر به مې څومره ډېرې ښې شپې لرلی".

"که څوک شراب پرېږدي پیسې به بچت کړي".

دا وايي د پیسو بچت سره یې کور واخیست، خو داسې ملګري لري چې په چکر پیسې لګوي.

د هغې په خبره، دا ستاسو خوښه ده، چې څه کوئ، خو له شرابو پرته هم خوشال ژوند کولی او عام انسان جوړېدلی شئ.