ښځې د جراحۍ عملیاتو پر مهال اور واخیست او مړه شوه

رومانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رومانیا د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو کې پر خپله عامه روغتیا تر ټولو کمې پیسې لګوي
د خپرېدو وخت

د رومانیا په یوه روغتون کې یوې ناروغې ښځې د جراحۍ عملیاتو پر مهال اور اخیستی او وروسته د سوځېدنې له کبله یې ساه ورکړې. دا پېښه د دسمبر پر ۲۲مه نېټه د بوخارېست ښار په یوه روغتون کې رامنخته شوې ده. وژل شوې ۶۶ کلنه ښځه د تریخي په سرطان اخته وه.

د رپوټونو له مخې ډاکټرانو تر جراحۍ وړاندې د دې ښځې پر بدن یو ډول الکولي مواد کارولي وو، چې د زخم شاوخوا پوستکی پاکوي.

خو وروسته ډاکټرانو د جراحۍ لپاره برېښنایي چړه کارولې ده، او کله چې دا چړه پر الکولي موادو لګېدلې نو د ناروغې ښځې ټول بدن اور اخیستی.

د دې تېروتنې له کبله د ښځې د بدن ۴۰ سلنه برخه سوځېدلې وه او یوه اوونۍ وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

ځایي رسنۍ وایي چې پولیسو د دې ښځې د وژل کدو په تړاو قضیه پرانیستې ده.

کورنۍ یې وایي، دوی ته یوازې دومره ویل شوي وو چې دا پېښه یو تصادف و، او نور خبر نه وو چې د جراحۍ پر مهال څه پېښ شوي وو.

دوی وایي چې وروسته د رسنیو له لارې په اصله کیسه خبر شول، خو زیاتوي چې پر چا عریضه نه کوي، او یوازې غواړي په حقیقت پوه شي.

چړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عامې روغتیا مرستیال وزیر ویلي، ډاکټران باید پوه وای چې کومه چړه وکاروي

د رومانیا د عامې روغتیا وزیر وېکټر کوسټاچ ژمنه کړې ده چې د دې خواشینوونکې پېښې پلټنه به کوي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، له دې پېښې باید درس واخیستل شي، او وزارت به یې د حقیقت مالومولو لپاره هر اړین ګام اخلي.

مرستیال وزیر هوراتیو مولدوان ویلي، ډاکټران باید خبر وای چې کله د جراحۍ لپاره برېښنایي چړه کارول کېږي نو باید د ناروغ پر پوستکي الکولي مواد ونه کارول شي.

د اروپایي ټولنې په غړنو هېوادونو کې رومانیا هغه هېواد دی چې پر عامه روغتیا تر ټولو کمې پیسې لګوي.

دې هېواد کې د زېږون پر مهال د ماشومانو مړینه هم په اروپا کې تر ټولو ډېره ده