ننګرهار کې جراحي عملیاتو پر 'نجلۍ' مشهورکس 'هلک' ثابت کړ

عبدالرحمن

د عکس سرچینه، Enikass

د عکس تشریح، 'عبدالرحمن' وايي په ټولنه کې له جنسي مسلو سره تړلی شرم د دې لامل شوی و چې دی خپله ستونزه چا ته ونه وايي.
د خپرېدو وخت

په جلال آباد ښار کې یوه روغتون کې تر جراحي عملیاتو وروسته یو کس چې تر دې دمه فکر کېده چې 'نجلۍ' ده، برعکس هلک ثابت شو.

دغه عملیاتو ته افغان ډاکترانو وروسته له هغه زړه ښه کړ چې باوري شول د ۲۲ کلنې عادلې تناسلي آله د نارینه ده، خو جراحي عملیاتو ته اړتیا لري.

د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکې چې 'عادله نومېدله' او ۲۲ 'کلنه' وه د کورنۍ او خپلوانو په نظر 'نجلۍ' وه او له جنسیت سره سم یې ناسته ولاړه او ژوند کاوه، خو 'د نارینه ثابتېدلو' تر عملیاتو وروسته د 'عبدالرحمن' نوم ورته غوره شوی.

په ننګرهار کې د انعکاس خبري رسنۍ د خبرونو څانګې مشر شمس الرحمن شمس بي بي سي ته وویل چې د داودزي خصوصي روغتون د جراحۍ ډاکترانو ورته د عبدالرحمن د عملیاتو څرنګوالی تشرېح کړي.

عبدالرحمن

د عکس سرچینه، Enikass

د عکس تشریح، د عبدالرحمن مور او پلار له سیمه ییزو رسنیو سره په مرکو کې خوښي څرګنده کړې.

ښاغلی شمس وايي چې د ډاکترانو په وینا د ناروغ 'نارینه تناسلي آله' تر یوه نري 'پوستکي لاندې' ایساره وه او عادي حالت کې یې لیدل ګران ول، خو طبي معایناتو کې دوی تشخیص کړه.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي 'عبدالرحمن' تر عملیاتو وروسته ویلي، لا پخوا په ځان پوه شوی و چې 'نجلۍ نه بلکې هلک' دی، خو په ټولنه کې 'شرم' او 'بد اقتصادي' وضعیت یې مخه نیولې وه او ډاکتر ته نشو ورتلای.

د عبدالرحمن مور او پلار له سیمه ییزو رسنیو سره په مرکو کې خوښي څرګنده کړې.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې پر جنسي مسلو غږېدل شرم بلل کېږي، نو ځکه ډېرې ستونزې ناویلې پاتې کېږي.