هغه ډاکټر محاکمه کېږي چې لسګونه ښځې یې له خوښې پرته شنډې کړې

د عکس سرچینه، WESTERN TIDEWATER REGIONAL JAIL
امریکا کې هغه ډاکتر محاکمه کېږي چې لسګونه ښځې یې د هغوی له خوښې پرته شنډې کړې دي. دغه پاکستانی الاصله ۶۹ کلن ډاکټر جاوید پروېز نومېږي چې پرون د ورجینیا ایالت فدرالي محکمې ته وړاندې شوی.
د امریکا پلټونکې ادارې ایف بي ای مسوولین وايي، دغه ډاکټر د خپلو ناروغانو 'له خوښې او اړتیا پرته جراحي عملیات ' کول. ایف بی ای وايي، ډاکټر جاوید د نسايي، ولادي ناروغیو ماهر دی، خو خپلو ناروغانو ته یې دروغ ویلي او زیان یې ورته رسولی دی.
نوموړی د نومبر پر اتمه نیول شوی او تر اوسه پورې نژدې ۱۲۶ ښځو د هغه خلاف شکایتونه ثبت کړي دي.
د پنجشنبې پر ورځ یوه قاضي امر وکړ، چې نوموړی ډاکټر باید د محاکمې له پیله مخکې ونیول شي.
د ایف بي ای معلومات ښيي، یوې ښځې ته چې ډاکټر پروېز یې جراحي عملیات کړي، څو کاله وروسته معلومه شوه، چې د مېندوارۍ وړتیا یې د عملیاتو پایله کې له لاسه ورکړې.
د ایف بي ای یوه مسئول ډیزئرې ماکسویل محکمې ته وړاندې کړي رپوټ کې لیکلي:
''عیني شاهدانو ویلي، ډاکټر پروېز څو ځله د سرطان نوم د دې لپاره اخیستی چې ناروغان وډار شي او جراحي عملیاتو ته قانع شي. ''
د ډاکټر پروېز وکیل لارنس وډوارډ جونیر د پنجشنبې پر ورځ د بي بي سي هغه ټیلیفون ځواب نه کړ چې د غبرګون اخیستو لپاره ورته شوی و.
ډاکټر پروېز اصلاً پاکستانی دی او په همدې هېواد کې یې له طبي زده کړو وروسته ۱۹۸۰ کال کې په ورجینیا کې د روغتیا پالنې جواز تر لاسه کړی.
څېړنې ښيي چې نوموړی مخکې هم د ډسپلن یا نظم په لړ کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان و او دغه راز په ۱۹۹۶ کال کې د مالیې نه ورکولو له کبله د دوو کلونو لپاره د نوموړي طبي جواز ځنډول شوی و.


















