سیکولره ترکۍ مخالفه اردوغان ته په سپکاوي ۱۰ کاله زنداني شوه

جنان كفتانجي أوغلو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ددغې ۴۷ کلنې سیاستوالې محاکمه به څو میاشتې وخت ونیسي. پر هغې ګڼ تورونه لګېدلي.
د خپرېدو وخت

یوې ترکۍ محکمې مخالفه سیکولره مدافعه جنان کفتانجي اوغلو پر انټرنېټ ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترکي دولت ته د سپکاوي په تور په لسو کلونو بند محکومه کړې ده.

جنان په استانبول کې د جمهوریپال ولسي ګوند څانګې مشره وه چې له څو کلونو راهیسې یې پر ټوېټر مبارزه کوله.

د جمعې په ورځ‌ محکمې هغه په نهو کلونو، اتو میاشتو او شلو ورځو زندان محکومه کړه.

جنان ویلي، دا محاکمه له ملنډو ډکه ده او تر استیناف پورې به ازاده وي.

جنان د استانبول ښاروالۍ ټاکنو کې د مخالف ولسي ګوند اکرم امام اوغلو په بریا کې ډېر رول لوبولی دی او د واکمن عدالت او پراختیا ګوند علي بن علي یلدریم پرضد یې سخته مبارزه کړې ده.

د اکرم امام اوغلو بریا د ولسمشر اروغان لپاره یوی لوی ګوزار و. نوموړی له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۸ پورې ښاروال و.

جنان (منځ کې) د استانبول ښاروالۍ ټاکنو کې د مخالف ولسي ګوند اکرم امام اوغلو په بریا کې ډېر رول لوبولی دی او د واکمن عدالت او پراختیا ګوند علي بن علي یلدریم پرضد یې سخته مبارزه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنان (منځ کې) د استانبول ښاروالۍ ټاکنو کې د مخالف ولسي ګوند اکرم امام اوغلو په بریا کې ډېر رول لوبولی دی او د واکمن عدالت او پراختیا ګوند علي بن علي یلدریم پرضد یې سخته مبارزه کړې ده.

ددغې ۴۷ کلنې سیاستوالې محاکمه به څو میاشتې وخت ونیسي. پر هغې ګڼ تورونه لګېدلي.

یو تور دا دی چې پر انټرنېټ یې د ۲۰۱۳ کال په ښار کې د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ د اړدوړ پرمهال د ترهګرو ډلو شعارونه خپرول.

پر جنان تور دی چې څو کاله مخکې یې پر ټوې‍ټر اردوغان او ترکي دولت ته سپکوونکي ټوېټونه کړي دي.