پر ترک ولسمشر د نیوکې له کبله داود اوغلو له ګونده ایستل کېږي

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې واکمن عدالت او پراختیا ګوند پر ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوکې له کبله د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د دغه ګوند د یوه بنسټګر احمد داود اوغلو د لېرې کولو پرېکړه کړې ده. د ترکیې سیمه ییزو رسنیو ویلي، د دغه ګوند اجراییوي جرګې هم د ښاغلي داود اوغلو د لېرې کولو خبره تایید کړې ده.
د ترکیې 'حریت' ورځپاڼې د وېبپاڼې له مخې، دا پرېکړه د عدالت او پراختیا ګوند د مرکزي اجراییوي جرګې له پنځه ساعته ناستې وروسته کړې ده، چې مشري یې ولسمشر اردوغان کوي.
د عدالت او پراختیا ګوند یوه جګپوړي چارواکي ویلي، امکان شته چې د ګوند درې نور غړي هم لرې شي؛ ځکه چې دوی هم پر اردوغان نیوکې کړې او د ګوند د نوي مشرتابه په هڅه کې دي.
رویټرز خبري اژانس د یوه چارواکي له خولې ویلي، د عدالت او پراختیا ګوند اجراییوي جرګې د دوشنبې په ورځ د داود اوغلو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
دوی د درېیو نورو غړو (ایهان سیف اوستتون، سلجوق اوزداګ او عبدالله باسکي) د لرې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
داود اوغلو وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او بیا لومړی وزیر شو. نوموړي په ۲۰۱۶ کال له اردوغان سره تر اختلاف پیدا کېدو وروسته استعفا وکړه، چې وروسته یې پر دغه ګوند نیوکې ډېرې کړې.
داود اوغلو عدالت او پراختیا ګوند "پر خپلو اساسي اصولو په پښې اېښودو" تورن کړی.
له عدالت او پراختیا ګوند د پخواني لومړي وزیر د لرې کېدو په اړه دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې پر اردوغان نیوکې ډېرې شوې دي.
د دغه ګوند یوه پخواني بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عبدالله ګل او پخواني لومړي مرستیال وزیر علي باباجان هم ورته نیوکې کړې دي.
باباجان له دې ګوند په تېره جولای میاشت کې استعفا وکړه. نوموړی هم د دغه ګوند له بنسټګرو ګڼل کېږي.
نوموړی وايي، د ترکیې د سیاست په اړه یې له ولسمشر سره "ژور اختلاف" شته، چې په وینا یې اوس ترکیه "نوي لید" ته اړتیا لري.
په پام کې ده چې باباجان او عبدالله ګل به سږ کال یو مخالف خوځښت پیل کړي.




















