ورځپاڼې: نا امنه افغانستان د ایران په ګټه نه دی

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ لیکلي، له طالبانو د ایران همکاري ښايي له طالبانو سره د روغې جوړې چاره له خنډ سره مخامخ کړي.

دې ورځپاڼې له طالبانو سره د ایران اړیکو ته کتنه کړې او دا چې څنګه دا اړیکې له دښمنۍ دوستۍ حالت ته واوښتلې، واشنګټن پوسټ لیکي کله چې داعش ډله را منځته شوه او په افغانستان کې یې هم فعالیت پيل وکړ، نو د ایران اندیښنې زیاتې او له طالبانو سره یې اړیکې د دوه شرنو ترمنځ د لږ خطرناک شر د انتخاب لاره خپله کړه.

دا ورځپاڼه لیکي د ایران او طالبانو د نږدېوالي لامل دا دی چې دواړه په افغانستان کې د امریکا موجودیت نه غواړي، خو په یوه توپير سره چې ایران په بشپړه توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل هم نه غواړي ځکه نا امنه افغانستان د ایران په ګټه نه دی.

کرسټین ساینس مونیټور

امریکایۍ خپرونې کرسټین ساینس مونیټور خپرونې له امریکا سره د طالبانو روانو خبرو بهیر ته تفصیلي کتنه کړې او لیکي: د کابل وروستي وینې لړلي برید په دې اړه ډېرې پوښتنې را منځته کړې چې ایا طالبان سیاسي روغې جوړې ته لږ او زور له لارې واک ته رسېدو ته ډېر پام کوي.

خو اندیښنه دا ده چې د کرسټین ساینس مونیټور په وینا اوربند او د واک ویش لا هم د کېدونکې جوړې برخه نه ده او دا دواړه داسې موضوع ګانې دي چې ښایي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو چاره له ځنډ سره مخامخ کړي.

کرسټین ساینس مونیټور د افغانستان او شخړو د هواري کارپوه مایکل سېمپل له قوله لیکي دا چې طالبان خپلو پلویانو ته وايي، امریکا ته مو ماتې ورکړې او په تېښته ده او د ځواکونو ایستل په مشروط ډول نه دي، نو د سېمپل په وینا دا ښيې چې طالبان د روغې جوړې پیغام نه لري. دی وايي د طالبانو د عمل او په قطر کې د خبرو ترمنځ بشپړ توپیر دی.

مایکل سېمپل زیاتوي که طالبان اوربند او په واک کې شریک کېدلو ته غاړه کښېږدي نو دا به د ۴۰ کلنې جګړې پای ته لاره هواره کړي، خو طالبانو د سولې خبرې په عمل کې نه دي ثابتې کړي.

سېمپل وايي، له هغو طالبانو سره چې دی ورسره په اړیکه کې دی د سولې خبرو ته په جدي سترګه نه ګوري او د دوی په تعبیر تر بریا جګړې ته دوام ورکوي.

کرسټین ساینس مونیټور لیکي:

ټرمپ او ال ثاني

د عکس سرچینه، @TAMIMBINHAMAD

د عکس تشریح، د قطر خبري اژانس د یوه راپور له مخې پرون د پنجشنبې په ورځ "اتم د اګسټ" د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد ال الثاني د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د طالبانو دریځ شکونه رامنځته کوي، په همدې تړاو په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر رونالډ نیومن خبره را اخېستل شوې چې وايي، طالبان له حکومت سره خبرو ته غاړه نه ږدي او له همدې امله ډېر په دې نظر دي چې طالبان غواړي بهرني ځواکونه ووځي او دوی د زور له لارې واک ته لاسه کړي.

قطرۍ ورځپاڼه "الرایة"

قطرۍ ورځپاڼې الرایة خپل سرمقاله افغان سولې لپاره روانو هڅو ته ځانګړې، دې سرمقاله کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د قطر د امیر تمیم بن حمد ال ثاني خبرو ته اشاره شوې او زیاتوي د قطر په هڅو د افغان دولت، امریکا او طالبانو ترمنځ د سیاسي جوړ جاړي روان بهیر ښيې چې قطر د نړۍ امنیت او ټېکاو ته ژمن دی او په دې برخه کې له کومې سیاسي اجنډا پرته روغې جوړې ته د لارې هوارورو لپاره هلې ځلې کوي.

الرایة لیکي ټولې ښکیلي خواوې پر قطر بې ساری باور لري.