په نړۍ کې تر ټولو لویه مذهبي مېله پيل شوه

د خپرېدو وخت

د هند شمالي پریاګ راج 'اله اباد' ښار کې د سې شنبې پر ورځ له 'سپیڅلي' غسل سره د کومب په نامه هغه مېله رسماً پیل شوه، چې په نړۍ کې د هندوانو تر ټولو لویه اجتماع بلل کېږي.

دغه مېله به ۴۹ ورځې دوام وکړي او داسې تمه کېږي چې پر لومړۍ ورځ به پکې ۱۵ میلیونه کسان ګډون وکړي.

د دغې مېلې په مناسبت د سیمې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دريو ورځو لپاره تړل شوي دي.

کوچنیو موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې ښار ته ننوځي، بلکې له نورو سیمو ورغلي خلک په ځانګړو بسونو کې د مېلې ځای ته لېږدول کېږي.

ویل کېږي په مېله کې ښايي تر ۱۲۰ میلیونو پورې کسان اله اباد ته سفر وکړي او د ګنګا، جمنا سیندونو یو ځای کېدو په ځای کې نژدې یو میلیون بهرنیان هم ورسره یو ځای شي.

د هندوانو له مذهبي عقیدې سره سم د دې دواړو سیندونو یو ځای کېدو ځای کې تر اوبو وتل دوی له ګناهونو پاکوي او د ژغورنې سبب یې کېږي.

د مېلې ځای 'کومب ' سیمې ځايي چارواکي وايي، مخکې به شاوخوا ۲۰ کیلومتره سیمه کې مېله کېده، خو سږ کال یې د مېلې ساحه ۴۵ کیلومتره سیمې ته غځولې ده.

دوی وايي، دې سره به د سیندونو یو ځای کېدو سیمه کې ګڼه ګوڼه هم کمه شي او اوبو کې د غوټې وهلو لپاره به نور ځایونه هم چمتو شي.

دغه مېله د ځمکې پر مخ د انسانانو تر ټولو لویه اجتماع بلل کېږي، چې ان له فضا هم لیدل کېږي.

له همدې کبله سیمه کې د کېږدیو یو پنډغالی چمتو شوی، چې دا هم په نړۍ کې بې ساری دی او د ښار سړکونه هم د پخوا پرتله نور پراخ شوي دي.

د مېلې تر ځایه ۳۰۰ کیلومتره نوی سړک چمتو شوی او د ښار په څنډو کې د نژدې نیم میلیون موټرو لپاره ځانګړي تم ځایونه چمتو شوي دي.

هندي چارواکي وايي، د مېلې پر انتظاماتو نژدې ۴۸ میلیارده روپۍ لګښت شوی.

کومب مېله له پېړیو راهیسې دغه سیمه کې دود ده، خو له تېرو دوو لسیزو راهیسې په دغه مېله کې د ګډونوالو شمېر په بې ساري ډول ډېر شوی دی.

د سږ کال مېله ارد کومب یا د دوو کومب مېلو تر منځ مېله بلل کېږي، خو ویل کېږي د ګډونوالو شمېر یې د ۲۰۱۳ کال د بشپړې مېلې پرتله هم د لږېدو پر ځای په ډېرېدو دی.

د بي بي سي خبریاله ګېتا پانډې د مېلې له سیمې رالېږلي رپوټ کې د سیاسي مسایلو شنونکو له قوله وايي، د توکمپال بي جي پي ګوند حکومت راتلونکو ټاکنو ته په پام سره د مېلې انتظامات پراخ کړي دي.

په اله اباد ښار او ان مېله ځای کې هر لور ته د لومړي وزیر نرېندرا مودي تصویرونه لیدل کېږي.

دغه مېله کې د 'ناګا ' په نامه راهبانو ته ډېر پام اوړي چې د کالیو اغوستو پر ځای پر لغړو بدنونو ایرې موښي. د بي بي سي خبریاله وايي، د مېلې له رسمي پیله مخکې په مېله ځای کې د موسیقۍ او نڅا محفلونه پیل شوي وو.

د مېلې یو شمېر ګډونوالو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د 'ګنګا مور په غوښتنه ' مېلې ته راغلي دي. یو بزګر پرمود شرما وايي:

'زموږ باور دا دی چې په له سپېڅلي غسل سر زموږ ګناهونه وینځل کېږي '

'یو بل ګډونوال شاب جي راجه وايي، دغو اوبو کې ځانګړي خصوصیات دي، دلته لامبلو سره ټولې ناروغۍ له منځه ځي او د لارې خنډونه لېرې کېږي. '

۔.