هندي لږکي چې مړي خوري او جنسي اړیکه ورسره نیسي

د عکس سرچینه، EPA
د سوځېدلو مړو منځ کې ډوډۍ خوري، ویدېږي او سوچ کوي او د هغوی پر مخونو بربنډ ګرځي، د انسانانو غوښې خوري د مړو کوپړۍ د ماریجوانا (نشې) څکولو لپاره کاروي، دوی له خپل ګوښه ژوند نه راوځي، مګر کله چې په هند کې د کومبا مېله پیل شي.
دا هغه هندي مذهبي سړي دي چې د هندي ټولنې په یوه څنډه کې ژوند کوي او د "اګوري" په نامه یادېږي، چې په سانسکریتي ژبه یې مانا ده "هغه چې نه وېرېږي"، خو کیسې یې نورو ته له سپکاوي او وېرې ډکې دي.
روحي پرمختیا
ډاکټر جیمز مالینسن چې د لندن افریقا او ختیځو زدکړو انستېتیوت کې دودیزې هندي زدکړې او سانسکریتي ژبه تدریسوي، وايي: "ددوی د دغو مراسمو اصلي سرچینه د پاکۍ له قوانینو وتل دي."

د عکس سرچینه، Empics
مالینسن زیاتوي: "د اګوري پلان دا دی چې د تحریم دېوال مات کړي او د خیر او شر دودیز مفاهیم بابیزه وګڼي، د روحي پرمختیا یوه خطرناکه او لېونۍ لاره یې دا ده چې د انسانانو غوښې خوري، ان پاتې شوني یې هم. دوی باوري دي چې دا کار یې د ویښتابه حالت پیاوړی کوي."
اګوريان تر ډېره له نورو انسانانو ګوښه ژوند کوي او ډېر کم له نورو خلکو سره راشه درشه لري.
ډېری اګوریان د ټیټ پوړ انسانان ګڼل کېږي، خو ځینې یې داسې یوې لوړې درجې ته رسېږي چې ان یو وګړی یې د نیپال د پاچا سلاکار هم دی.
کرکې ته نه

د عکس سرچینه، EPA
د "اګوري" په نامه کتاب لیکوال منوج تاکار وايي، ددغې ډلګۍ په اړه ناسم پوهاوی خپور شوی.
دی زیاتوي: "اګوریان یوه کوچنۍ ډله ده چې له طبیعت سره اوسېږي، دوی غوښتنې نه لري او په هر شي کې د خدای تجسیم ویني، دوی هېڅوک نه ردوي، د حیوان او انسان د غوښې فرق نه کوي او دواړې خوري."
د څارویو حلالول د دوی د عبادت یوه برخه ده.

د عکس سرچینه، EPA
تاکار وايي: "دوی ماریجوانا څکوي او په ورته وخت کې د خپل هوښ ساتلو هڅه کوي."
کوچنۍ ډله
مالینسن او تاکار پر دې یوه خوله دي چې ډېر کم خلک د اګوري خلکو د ژوند طرز پلی کوي.
خلک دوی ته خواړه او پیسې ورکوي، خو تاکار وايي، ریښتینی اګوري د پیسو په مانا نه دی: "دوی د ټولو پخاطر عبادت کوي او هغه خلک بابیزه ګني چې غواړي د دوی برکت ورورسېږي."
اګوریان د "شیفا" په نامه د خدای عبادت کوي، چې د هندوانو په نزد د ویجاړۍ خدای دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند په شمال کې اګوري سړي موندل کېږي، خو په بنګال کې بیا د دوی ښځې اوسېږي او په هغو سیمو کې اوسېږي چې خلک مړي سوځوي او ښځې یې کالي اغوندي.
تاکار وايي: "ډېری خلک له مرګه وېرېږي او د مړو سوځولو ځمکه د مرګ نښه ده، همدا د اګوري د پیل ټکی دی."
ټولنیز خدمتونه
په تېرو پېړیو کو اګوریانو ټولنیز خدمتونه هم کول، مثلاً په جذام 'لیپروسي اخته ناروغانو ته یې درمل ورکول.
په منیسوټا کې د طبي او کتلوري مرکز رون باریټ وايي: "اګوریان تر ډېره له هغې ډلې سره راشه درشه کوي چې انسانانو نه وي لمس کړې."

د عکس سرچینه، Getty Images
"ځینې اګوریان ګرځنده ټیلیفون هم کاروي، له عامه ترانسپورت ګټه اخلي، په عامه ځایونو کې یې ځینې وګړي جامې هم اغوندي.
نمونه يي جنسي اړیکه
ځینې اګوریان په ښکاره مني چې له مړو سره جنسي معامله کوي، خو دوی ته یوازې یو شی حرام دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر مالینسن وايي: "دوی له رنډیو سره د جنسي اړیکو مراسم نمانځي، خو له همنوږو (همجنس بازانو) سره بیا جنسي اړیکه نه نیسي."
اګوریان چې کله مري، نو نور وګړي یې مړي سوځوي او بیا یې خښوي.



















