د ورور په کور کې بندیوانه خور

هند

د عکس سرچینه، AMIT MISHRA/TWITTER

د عکس تشریح، چارواکي وايي، دغه ښځه دومره ناتوانه شوي، چې هېڅوک نه پېژني
د خپرېدو وخت

د هند پلازمېنه ډیلي کې یو سړی له دې کبله نیول شوی، چې ویل کېږي، دوو کلونو پورې یې سکنۍ خور په کور کې ایساره کړې او وهلې ډبولې ده.

د پنجشنبې پر ورځ ډيلي کې د ښځو کمېسیون فعالان او پولیس د دغه سړي کور ته ننوتل او په ډراماتیک انداز یې دغه ښځه وژغورله.

د ښځې نوم نه دی یاد شوی او چارواکي وايي، دومره ناتوانه شوې وه، چې نه تلای شوای او نه یې څوک پېژندل. د ډيلي ښځو کمېسیون مشره سواتي مالیوال وايي:

''دغه ښځه پنځوس کلنه ده، خو داسې معلومېږي ته به وايې ۹۰ کلنه ده. کله چې موږ هغه له خپل چټل بستره راپورته کړه دومره وږې او ناتوانه وه، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره له ځایه نه شوای ښورېدلای. ''

اغلې مالیوال وايي، خپله د پولیسو سره یو ځای هلته ورغله، خو د کور څښتن او مېرمن یې دوی ته دننه د ورتلو اجازه نه ورکوله او کنځل یي. د پولیسو یوه افسر رنجش ګپتا بي بي سي ته وویل:

''وروسته زموږ کسان د ګاونډي له کوره د دغه کور بلۍ ته وختل او هلته یې دغه ښځه خورا ناوړه حالت کې ولیده. ''

د دغې ښځې ورور او مېرمن یې په جرم کې د ګډون په تور نیول شوي دي. پولیس وايي، دوی هڅه کوي، معلومه کړي، چې ولې مېړه، مېرمنې دغه ښځه ځورولې ده.