د طبیعت خورا غوره ډالۍ: باغونه
د خپرېدو وخت
برازیل کې د کېراډو په نامه یوې پراخې طبیعي سیمې یوه تصویر ته د سږ کال لپاره د باغونو عکاسۍ لومړی ځای ورکړل شوی دی. د دغه تصویر عکاس مارسیو کابرال ته د دغه تصویر لپاره لومړۍ جایزه ورکړل شوه. د برازیل برازیلیا اوسېدونکي عکاس خپل تصویر ته د کېراډو لمر خاته نوم ورکړی دی.

د عکس سرچینه، Marcio Cabral
د IGPOTY ادارې مشر ټایرون مکګلاینچې وايي: مارسیو کېراډو د لمر له لومړیو وړانګو سره د بوټیو خورا شاندار منظر په تصویر کې را اخیستی دی.
دغه سیالۍ کې د نړۍ له بېلا بېلو برخو په بېلا بېلو موسمونو کې د باغونو اخیستل شوي تصویرونه شامل وو. دې کې د چین زرینو وریجو له څرخنده غرونو نیولې بیا د اسټرالیا تر ګل بویونکي موږک پورې تصویرونه شامل دي. دلته درته یو شمېر ګټونکي تصویرونه وړاندې کوو.

د عکس سرچینه، Mark Bauer
د عکس تشریح، مارک بایویر ډورسیت کې د ارغواني رنګه ګلونو یوه ویړه (غالۍ) لیدلې.
د عکس سرچینه، Annie Green-Armytage
د عکس تشریح، انې ګرین د جرمني باوریا کې د نکلونو دروازه موندلې، چې د سپوږمۍ دروازه هم بلل کېږي.
د عکس سرچینه، Shaofeng Zhang
د عکس تشریح، شاوفینګ ژانګ د چین زرینو وریجو کروندو تصویر اخیستی، چې په پېچلیو غونډیو کرل شوې او تر شا یې د وریځو پوڅې لیدل کېږي.
د عکس سرچینه، Yi Fan
د عکس تشریح، یای فان د چین یاونان سیمې غرونو کې د دغه سارايي طبي بوټي تصویر اخیستی دی.
د عکس سرچینه، Steve Lowry
د عکس تشریح، د شمالي ایرلنډ سټېو لاورې د لرګې اډانې تصویر اخیستو لپاره رڼا قطبي کړې ده.
د عکس سرچینه، Mauro Tronto
د عکس تشریح، مایورو ترونتو د ایټالیا پایدماونت وال بسکاجنا منظر لپاره چې ډبرین غرونه، مالټو ونې او سیند پکې وینو ډېر ستایل شوی
د عکس سرچینه، Henrik Spranz
د عکس تشریح، هنریک سپرانز د اتریش وینا کې د اروپا یوه سارايي موږک تصویر اخیستی، چې زعفراني رنګه ګل بويوي.
د عکس سرچینه، Marianne Majerus
د عکس تشریح، د لوکسمبرګ له نوې کلا د څنګلوري باغ دغه تصویر ماریانې ماجیریوس اخیستی دی.
د عکس سرچینه، Cathryn Baldock
د عکس تشریح، کتراین بالډوک د للي یا سوسن ګلونو څو لړونه پیچلي چې ښکلا او پېچلتیا یې څرګنده شي.
د عکس سرچینه، John Glover
د عکس تشریح، جان ګلوور ختیځ ساسکس کې د د لمر خاته دغه منظر په عکس کې رااخیستی.
د عکس سرچینه، Alan Price
د عکس تشریح، الن پرایز ویلز کې دغه مرغۍ داسې حال کې لیدلې، چې د ځالې لپاره یې خځلې ټولولې.
د عکس سرچینه، Nigel McCall
د عکس تشریح، نایجل مککال د ویلز له کارمارتهنشایر ابیر ګلاسنې باغونو د میوو او ګلونو دغه عکس اخیستی دی.
د عکس سرچینه، Minghui Yuan
د عکس تشریح، په چین کې دغه خځنده چې د سر وېښتو یوه عصري ډول ته ورته ښکاري مینګهوی یوان لیدلی دی.
د عکس سرچینه، Anne Maenurm
د عکس تشریح، سلوانیا کې په سپینو سارايي ګلونو پوښلې دغه زرغونه غونډۍ ان ماینورم لیدلې.
د عکس سرچینه، Hans Van Horssen
د عکس تشریح، د تارکښ په جال کې دغه پټ ګل هالنډ کې هانس وان هورسین لیدلی
د عکس سرچینه، Andrea Pozzi
د عکس تشریح، د تنفس فضا کټوګرۍ کې د اندریا پوزي دغه تصویر لومړی ځای خپل کړی، چې د کاناډا ټومبسټون کې اخیستل شوی.
د عکس سرچینه، Alison Staite
د عکس تشریح، د لندن کیو ګارډن ارغواني ګلونو دغه انځور الیسن سټایټ اخیستی
د عکس سرچینه، Volker Michael
د عکس تشریح، ولکر میخایل د دغو غوړېدلو ګل بوټیو تصویر اخیستی دی.
د عکس سرچینه، Frantisek Rerucha
د عکس تشریح، د وچو ګلونو دغه تصویر له کبله د فرانتیسیک ریروشا ډېره ستاینه شوې.
د عکس سرچینه، William Dore
د عکس تشریح، ویلیم ډور د دغو (تنها) ونو تصویر د سکاټلنډ غرونو کې اخیستی
د عکس سرچینه، Masumi Shiohara
د عکس تشریح، د دغه تصویر له کبله د معصومي شیوهورا ډېره ستاینه شوې.
د عکس سرچینه، Clay Bolt
د عکس تشریح، کلای بالټ د شمالي امریکا شاتو مچیو سخت ژوند انځور کړی، چې د چاپېریال ککړتیا او ناروغیو له کبله یې ګزران سخت دی.د ۲۱۰۹ کال لپاره د باغونو تصویرونو نړیواله سیالي د فبروري تر ۲۰ پورې پرانیستې ده.