تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طبیعت خورا غوره ډالۍ: باغونه
برازیل کې د کېراډو په نامه یوې پراخې طبیعي سیمې یوه تصویر ته د سږ کال لپاره د باغونو عکاسۍ لومړی ځای ورکړل شوی دی. د دغه تصویر عکاس مارسیو کابرال ته د دغه تصویر لپاره لومړۍ جایزه ورکړل شوه. د برازیل برازیلیا اوسېدونکي عکاس خپل تصویر ته د کېراډو لمر خاته نوم ورکړی دی.
د IGPOTY ادارې مشر ټایرون مکګلاینچې وايي: مارسیو کېراډو د لمر له لومړیو وړانګو سره د بوټیو خورا شاندار منظر په تصویر کې را اخیستی دی.
دغه سیالۍ کې د نړۍ له بېلا بېلو برخو په بېلا بېلو موسمونو کې د باغونو اخیستل شوي تصویرونه شامل وو. دې کې د چین زرینو وریجو له څرخنده غرونو نیولې بیا د اسټرالیا تر ګل بویونکي موږک پورې تصویرونه شامل دي. دلته درته یو شمېر ګټونکي تصویرونه وړاندې کوو.
د ۲۱۰۹ کال لپاره د باغونو تصویرونو نړیواله سیالي د فبروري تر ۲۰ پورې پرانیستې ده.