تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شپږیزه کرېکټ لیګ؛ بست ساتونکو سپین غر پړانګانو او بند امير ښامارانو هندوکش ستوريو ته ماته ورکړه
په افغانستان کې د کرېکټ شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو دیارلسمه لوبه کې بست ساتونکو د سپین غر پړانګانو پر وړاندې لوبه وکړه.
بست لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۶ منډې هدف وټاکه.
سپين غر پړانګانو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ ورونو کې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او د ۱۰ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
پچه عصمت سنګین سپین غږ پړانګانو وګټله او لوامړی یې د افلاک فیضي بست ساتونکو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
لوبه د کابل پر وخت ګهیځ نهه بجې کابل کې پیل شوې وه.
د بست ساتونکي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د سپین غر پړانګان لوبډلې پر وړاندې ۵۰ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې تکړه توپوهونکي سمیع الله شینواري د سپین غر پړانګان لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ نیمه سلیزه بشپړه کړه.
د نن ورځې په دويمه لوبه کې چې د بند امير ښامارانو او هندوکش ستوريو تر منځ وشوه، بند امير ښامارانو په اوو وېکټو وګټله.
بند امير لوبډلې د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه. هندوکش د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۶ منډې وکړې چې بند امير د ۱۸ اور په وروستي توپ پوره کړې.
د هندوکش لپاره حضرت الله ځاځي تر ټولو ډېرې ۷۳ منډې وکړې.
د بند امير لوبډلې فرمان الله د ۵۳ منډو په جوړولو او د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.
پرون اتم پړاو سیالیو کې دویمه لوبه د بند امیر ښاماران او امو نهنګان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې بند امیر لوبډلې امو لوبډلې ته په دوو منډو ماتې ورکړه.
بند امیر لوبډلې د کریم جنت ۴۰ منډو او نجات مسعود ۲ مهمو ویکټو په مټ یوازې د ۲ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
د لوبې په پیل کې ساپي برادرز بند امیر ښاماران لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په تاوان سیالې لوبډلې ته ۱۶۳ منډې هدف وټاکه.
د دوی لپاره کریم جنت په ۳۲ توپونو ۴۰ او نوید عبید په ۲۳ توپونو ۲۴ منډې ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د امو لوبډلې په توپ اچونه کې جمشېد خان د ۱۲ منډو بدل کې ۳ او عبدالواسع نوري د ۲۸ منډو په ورکولو ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
شپږیزه کرېکټ لیګ د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۱۳ کې رامنځ ته کړ او لومړی ځل دغه کورنۍ سیالۍ د شپږیزه کرېکټ ټورنمنټ په نوم د پنځو لوبډلو تر منځ ترسره شوې.