فوټبال نړیوال جام: انګلنډ او ګهانا لوبډلې په ګروپي سیالیو کې بریا ته ورسېدې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

ګهانا لوبډله چې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د روزونکي کارلوس کروش په مشرتابه تللې وتوانېده، په خپله لومړنۍ ګروپي سیالۍ کې پاناما لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړي.

د کاناډا په ټورنټو کې د ګهانا کالیب ییرینکي په ۹۵مه دقیقه کې ګټونکی ګول وواهه او په نړیوال جام کې یې لومړی ځل د پناما له لوري د پوائینټ ترلاسه کولو مخه ونیوه.

په دې سیالۍ کې د دویمې نیمايي تر وروستیو دقیقو پورې د دواړو لوبډلو لوبه له هېڅ یوه ګول پرته مساوي روانه وه او داسې ښکاریده، چې لوبه ښايي همداسې مساوي پای ته ورسېږي.

خو له دې بریا سره ګهانا د انګلنډ غوندې درې پوائنټونه ترلاسه کړل، د کرواتیا ماتې له کبله یې په ګروپي سیالیو کې دویم ځای خپل کړ او د انګلنډ یا کرواتیا له یوې مساوي لوبې سره کېدای شي بل پړاو ته په درېیم مقام کې پرمختګ وکړي.

ګهانا او پاناما دواړه لوبډلې به له دې وروسته د ایل ګروپ سیالیو کې له انګلنډ او کرواتیا سره هم لوبې کوي.

همدا تېره شپه د انګلنډ لوبډلې د فوټبال نړیوال جام په خپله لومړنۍ سیالي کې د کرواتیا پر وړاندې ښه وځلیده او دغه لوبه یې د دوو په مقابل کې په څلورو ګولونو وګټله.

د ''دریو زمریانو'' ګولونه هري کن، رابرټ راشفورډ او جو بېلېنګهم د سیالې لوبډلې په مقابل کې وکړل.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې مارټن باتورینا او پیټر موسا د کرواتیا لپاره ګولونه ووهل او لوبه یې مساوي کړه، خو جو بېلېنګهم د دویمې نیمايي په لومړیو دقیقو کې د انګلنډ لپاره درېیم ګول وکړ او ورپسې هم راشفورډ توپ د سیالې لوبډلې ګول ته ورساوه او بریا یې خپله کړه.

د انګلنډ لوبډله له خورا مشهورو ستورو سره د ۲۰۲۶ کال په سیالیو کې برخه اخلي.

د مدیر توماس توخل په لارښوونه ''درې زمریان'' له ۱۹۶۶ کال وروسته د نړیوال جام په سیالیو کې د بریا انتظار پای ته رسولو له هیلو سره برخه اخلي.