تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شپږیزه کرېکټ لیګ؛ کابل بازانو بند امير او سپین غر لوبډلې مس عينک ته ماته ورکړه
کابل کې نن دوشنبه د جولای ۱۸مه د شپږيزې کرکټ ليګ اتم پړاو سيالۍ پیل شوې دي او لومړۍ لوبه کې صافي برادرز بند امیر د ایوبي کابل بازان لوبډلې پر وړاندې ولوبېده.
په ۱۹٫۴ اوورونو کې ۱۲۰ منډې وشوې او ایوبي کابل بازان لوبډلې په ۶ ویکټو لوبه وګټله.
د دې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمان الله ګوربز وګټله خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
کابل بازانو د شپږیزې کرېکټ لیګ د اتم پړاو لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډله په ۱۲۰ منډو وسوځوله.
بند امیر لپاره فرمان الله تر ټولو ډېرې ۳۲، نوید عبید ۲۷ او عرفان ساپي ۲۴ منډې وکړې.
د کابل بازانو له اړه عظمت الله عمرزي ۳ او قیس احمد، حسیب الله او خلیل ګوربز دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د بند امیر ښامارانو لوبډلمشري افتاب عالم کوي.
دا د شپږېزې کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ دي او ټولې اته لوبډلې پکې برخه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي سږکال دغو سیالیو کې پنځه بهرني لوبغاړي هم لوبېږي.
د نن ورځې په دويمه لوبه کې سپين غر زمريانو د مس عينک اتلانو ته په اتو وېکټو ماته ورکړه. سپين غر پچه وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه وکړه.
مس عينک د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې يې سپين غر د دو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹ اوور کې هدف پوره کړ.
د شپږیزې لیګ سږنیو سیالیو کې ټولټال ۳۲ لوبې کېږي او د اګست تر ۵مې دوام وکړي.
دا لوبې کابل کې کېږي او د افغانستان ملي سپورت تلویزیون یې په ژوندۍ بڼه خپروي.
بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، مېس عینک اتلان، پامیر زلمي، کابل بازان، امو نهنګان، سپين غر زمریان او هندوکش ستوري هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ شپږیز لیګ اتم پړاو سیالیو کې به د اتلانو جام ګټلو لپاره سیالۍ سره کوي.
پامیر زلمي او هندوکش ستوري دوه هغه لوبډلې دي چې تازه په دغه لیګ کې شاملې شوې دي.
ټاکلې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله تر هغې وروسته له ایرلنډ سره د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو د لړۍ لوبولو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دغه لوبلړۍ د اګست پر ۹مه بلفسټ کې پیلېږي.