شپږیزه کرېکټ لیګ؛ بست ساتونکو سپین غر پړانګانو او بند امير ښامارانو هندوکش ستوريو ته ماته ورکړه

ACB

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د کرېکټ شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو دیارلسمه لوبه کې بست ساتونکو د سپین غر پړانګانو پر وړاندې لوبه وکړه.

بست لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۶ منډې هدف وټاکه.

سپين غر پړانګانو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ ورونو کې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او د ۱۰ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

پچه عصمت سنګین سپین غږ پړانګانو وګټله او لوامړی یې د افلاک فیضي بست ساتونکو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

لوبه د کابل پر وخت ګهیځ نهه بجې کابل کې ‌پیل شوې وه.

د بست ساتونکي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د سپین غر پړانګان لوبډلې پر وړاندې ۵۰ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې تکړه توپوهونکي سمیع الله شینواري د سپین غر پړانګان لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ نیمه سلیزه بشپړه کړه.

د نن ورځې په دويمه لوبه کې چې د بند امير ښامارانو او هندوکش ستوريو تر منځ وشوه، بند امير ښامارانو په اوو وېکټو وګټله.

بند امير لوبډلې د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه. هندوکش د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۶ منډې وکړې چې بند امير د ۱۸ اور په وروستي توپ پوره کړې.

د هندوکش لپاره حضرت الله ځاځي تر ټولو ډېرې ۷۳ منډې وکړې.

د بند امير لوبډلې فرمان الله د ۵۳ منډو په جوړولو او د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.

پرون اتم پړاو سیالیو کې دویمه لوبه د بند امیر ښاماران او امو نهنګان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې بند امیر لوبډلې امو لوبډلې ته په دوو منډو ماتې ورکړه.

د بست ساتونکي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي (ښۍ خوا ته) د سپین غر پړانګان لوبډلې پر وړاندې ۵۰ منډې وکړې او سمیع الله شینواري خپله لومړۍ نیمه سلیزه بشپړه کړه

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د بست ساتونکي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي (ښۍ خوا ته) د سپین غر پړانګان لوبډلې پر وړاندې ۵۰ منډې وکړې او سمیع الله شینواري خپله لومړۍ نیمه سلیزه بشپړه کړه

بند امیر لوبډلې د کریم جنت ۴۰ منډو او نجات مسعود ۲ مهمو ویکټو په مټ یوازې د ۲ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

د لوبې په پیل کې ساپي برادرز بند امیر ښاماران لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په تاوان سیالې لوبډلې ته ۱۶۳ منډې هدف وټاکه.

د دوی لپاره کریم جنت په ۳۲ توپونو ۴۰ او نوید عبید په ۲۳ توپونو ۲۴ منډې ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د امو لوبډلې په توپ اچونه کې جمشېد خان د ۱۲ منډو بدل کې ۳ او عبدالواسع نوري د ۲۸ منډو په ورکولو ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

شپږیزه کرېکټ لیګ د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۱۳ کې رامنځ ته کړ او لومړی ځل دغه کورنۍ سیالۍ د شپږیزه کرېکټ ټورنمنټ په نوم د پنځو لوبډلو تر منځ ترسره شوې.