شپږیزه کرېکټ لیګ؛ امو نهنګان هندوکش سټارز او بست ساتونکو پامیر زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Afghanistan Cricket Board
افغانستان کې د کرېکټ شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو کې نن سې شنبه د هندوکش ستورو او امو نهنګانو ترمنځ لوبه وشوه، چې امو نهنګان لوبډلې هندوکش سټارز ته ۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د شپږیزې کرېکټ لیګ په څلورمه لوبه کې بُست ساتونکو لوبډلې پامیر زلمي ته ماتې ورکړه.
پامیر زلمي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کې ۱۰۷ منډې جوړې کړې. په ځوابي توپ وهنه کې بست ساتونکو د څلورو ویکټو په سوځېدو سره د نولسم اور په لومړي توپ ټاکل شوی هدف پوره کړ.
په ننۍ لوبه کې لوبې پچه د هندوکش لوبډلمشر حضرت الله ځاځي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
امو لوبډلې د لوبډلمشر احسان الله جنت د ۴۴ چټکو منډو پر مټ ټاکلو شلو اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې.
د هندوکش لپاره مسلم موسی د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
هندوکش اوس ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره لوبه کوي، خو لوبډلمشر یې حضرت الله ځاځي لومړي اوور کې د وفادار مومند لخوا په دوو منډو وسوځول شو.
شپږیزه کرېکټ لیګ کې سږ کال اته لوبډلې لوبېږي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې پرون کابل بازانو بند امیر او دویمه لوبه کې سپین غر مس عینک ته ماتې ورکړې وه.

د عکس سرچینه، Afghanistan Cricket Board
کابل کې د شپږیزې لیګ په سږنیو پیل شویو سیالیو کې ټولټال ۳۲ لوبې کېږي او د اګست تر ۵مې دوام کوي.
د افغانستان ملي سپورت تلویزیون دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپروي.
بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، مېس عینک اتلان، پامیر زلمي، کابل بازان، امو نهنګان، سپين غر زمریان او هندوکش ستوري هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ شپږیز لیګ اتم پړاو سیالیو کې به د اتلانو جام ګټلو لپاره سیالۍ سره کوي.





















