شپږیزه کرېکټ لیګ؛ امو نهنګان هندوکش سټارز او بست ساتونکو پامیر زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د کرېکټ شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو کې نن سې شنبه د هندوکش ستورو او امو نهنګانو ترمنځ لوبه وشوه، چې امو نهنګان لوبډلې هندوکش سټارز ته ۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په څلورمه لوبه کې بُست ساتونکو لوبډلې پامیر زلمي ته ماتې ورکړه.

پامیر زلمي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کې ۱۰۷ منډې جوړې کړې. په ځوابي توپ وهنه کې بست ساتونکو د څلورو ویکټو په سوځېدو سره د نولسم اور په لومړي توپ ټاکل شوی هدف پوره کړ.‌

په ننۍ لوبه کې لوبې پچه د هندوکش لوبډلمشر حضرت الله ځاځي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

امو لوبډلې د لوبډلمشر احسان الله جنت د ۴۴ چټکو منډو پر مټ ټاکلو شلو اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې وکړې.

د هندوکش لپاره مسلم موسی د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

هندوکش اوس ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره لوبه کوي، خو لوبډلمشر یې حضرت الله ځاځي لومړي اوور کې د وفادار مومند لخوا په دوو منډو وسوځول شو.

شپږیزه کرېکټ لیګ کې سږ کال اته لوبډلې لوبېږي.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې پرون کابل بازانو بند امیر او دویمه لوبه کې سپین غر مس عینک ته ماتې ورکړې وه.

کابل کې د شپږیزې لیګ په سږنیو پیل شویو سیالیو کې ټولټال ۳۲ لوبې کېږي او د اګست تر ۵مې دوام کوي.

د افغانستان ملي سپورت تلویزیون دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپروي.

بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، مېس عینک اتلان، پامیر زلمي، کابل بازان، امو نهنګان، سپين غر زمریان او هندوکش ستوري هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ شپږیز لیګ اتم پړاو سیالیو کې به د اتلانو جام ګټلو لپاره سیالۍ سره کوي.