شپږیزه کرېکټ لیګ؛ کابل بازانو بند امير او سپین غر لوبډلې مس عينک ته ماته ورکړه

د ویډیو تشریح، کابل کې له یو کال ځنډ وروسته د کرېکټ شپږیزې لیګ
د خپرېدو وخت

کابل کې نن دوشنبه د جولای ۱۸مه د شپږيزې کرکټ ليګ اتم پړاو سيالۍ پیل شوې دي او لومړۍ لوبه کې صافي برادرز بند امیر د ایوبي کابل بازان لوبډلې پر وړاندې ولوبېده.‌

په ۱۹٫۴ اوورونو کې ۱۲۰ منډې وشوې او ایوبي کابل بازان لوبډلې په ۶ ویکټو لوبه وګټله.‌

د دې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمان الله ګوربز وګټله خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

کابل بازانو د شپږیزې کرېکټ لیګ د اتم پړاو لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډله په ۱۲۰ منډو وسوځوله.

بند امیر لپاره فرمان الله تر ټولو ډېرې ۳۲، نوید عبید ۲۷ او عرفان ساپي ۲۴ منډې وکړې.

د کابل بازانو له اړه عظمت الله عمرزي ۳ او قیس احمد، حسیب الله او خلیل ګوربز دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د بند امیر ښامارانو لوبډلمشري افتاب عالم کوي.

دا د شپږېزې کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ دي او ټولې اته لوبډلې پکې برخه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي سږکال دغو سیالیو کې پنځه بهرني لوبغاړي هم لوبېږي.

افغانستان کرېکټ بورډ

د عکس سرچینه، افغانستان کرېکټ بورډ

د نن ورځې په دويمه لوبه کې سپين غر زمريانو د مس عينک اتلانو ته په اتو وېکټو ماته ورکړه. سپين غر پچه وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه وکړه.

مس عينک د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې يې سپين غر د دو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹ اوور کې هدف پوره کړ.

د شپږیزې لیګ سږنیو سیالیو کې ټولټال ۳۲ لوبې کېږي او د اګست تر ۵مې دوام وکړي.

دا لوبې کابل کې کېږي او د افغانستان ملي سپورت تلویزیون یې په ژوندۍ بڼه خپروي.

بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، مېس عینک اتلان، پامیر زلمي، کابل بازان، امو نهنګان، سپين غر زمریان او هندوکش ستوري هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ شپږیز لیګ اتم پړاو سیالیو کې به د اتلانو جام ګټلو لپاره سیالۍ سره کوي.

پامیر زلمي او هندوکش ستوري دوه هغه لوبډلې دي چې تازه په دغه لیګ کې شاملې شوې دي.

کرېکټ بورډ

د عکس سرچینه، ACB

ټاکلې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله تر هغې وروسته له ایرلنډ سره د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو د لړۍ لوبولو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.‌

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دغه لوبلړۍ د اګست پر ۹مه بلفسټ کې پیلېږي.