تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چلسي فوټبال کلب په ۵ میلیارده ډالرو پلورل کېږي
د بریتانیا حکومت په دې راضي شوی چې د چلسي څښتن خپل مشهور فوټبال کلب وپلوري.
د بريتانیا حکومت پر روسي میلیاردر او د چلسي فوټبال لوبډلې پر څښتن رومن ابراموویچ بندیزونه لګولي دي او د نوموړي شتمنۍ یې کنګل کړې.
د لندن یاد مشهور کلب به په یوه امریکايي سوداګر شاوخوا په ۵ میلیارده ډالره وپلورل شي.
د چلسي پېردونکی ټودي بویلي په لاس انجلس کې د بیسبال پیاوړی ټیم لري.
نوموړي نژدې یوه میاشت مخکې وړاندیز وکړ چې غواړي چلسي په ۵ میلیارده ډالرو وپېري.
ابراموویچ د بندیزونو له لګېدو څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې غواړي چلسي وپلوري.
روسی رومن ابراموویچ له کلونو راهیسې په بریتانیا کې اوسیږي او په اوکرايين د روسیې له یرغل وروسته د یاد هېواد حکومت سخت بندیزونه پرې ولګول.
پر نوموړي تور دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نژدې اړیکي لري.
دی له هغو ۷ شتمنو او مشهورو روسانو دی چې د بریتانیا حکومت پرې بندیزونه لګولي، شتمنۍ یې ورنه کنګل او سفرونه یې محدود کړي دي.
د هغه د شتمنیو له بندیدو سره، د چلسي پلورل په ټپه درېدلی و.
خو بلخوا بیا د بریتانیا حکومت فوټبال کلبونو ته ځانګړې اجازې ورکړې وه چې د دې مشهور فوټبال کلب د کار دوام یې یو څه شونی کړی و.په دې ځانګړو اجازو کې یو دا هم و، هغو کسانو چې د لوبو د نندارې ټکټونه اخیستي، لاهم کولی شي لوبو ته لاړ شي، خو چلسي اجازه نه درلوده چې نوي ټکټونه وپلوري.همدارنګه په ښاغلي رومن پورې تړلي پلورنځي چې د لوبو جامې او ورته محصولات پلوري، تړل شوي.
ویل کېږي ۵۵ کلن رومن ابراموویچ له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکي لري، خو هغه دا ادعا ردوي.
د بريتانيا لومړي وزیر بوريس جانسن ویلي و، هغه کسان چې د روسيې د يرغل ملاتړ کوي، هیڅ ځای به پناه و نه لري.
پر بریتانوي حکومت او بانکي سیستم له کلونو راهیسې نیوکې کېږي چې د دې هېواد اقتصاد او سیاست ته د روسي شخصیتونو بې درېغه شتمنۍ ور ګډېدو پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون نه ښيي.