تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال: مانچسټر سيټي د انګلستان غوره ليګ وګاټه
مانچسټر سيټي لوبډلې د انګلستان د فوتبال غوره لیګ سیالو په وروستۍ ورځ اسټن وېلا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۱/۲۰۲۲ کال د لیګ سیالۍ وګټلې.
مانچسټر سیټي له ۳۸ لوبو وروسته ټولټال ۹۳ پاینټونه ترلاسه کړل، او په دې توګه د پرلپسې درېیم کال لپاره یې د انګلستان د لیګ اتلولي خپله کړه.
لیورپول لوبډله چې په وروستیو اوونیو کې مانچسټر سیټي ته نژدې وه او ترمنځ یې یوازې د یو پاینټ توپیر و، له خپلو ۳۸ لوبو وروسته یې ۹۲ پاینټونه واخیستل او سږ کال لیګ سیالیو کې یې دویم ځای ترلاسه کړ.
همدا راز چلسي له واټفرډ يو صفر لوبه وګټله او درېيم مقام يې خپل کړ. ورپسې ټاټنم هاټسپرز له ناروېچ خپله لوبه وګټله او څلورم شو.
د انګلستان د غوره لیګ سیالیو د سر څلور لوبډلې په اتومات ډول د اروپا اتلانو جام یا (چمپینز لیګ) ته لاره پیدا کوي.
آرسنل لوبډلې د سږ کال سیالیو په دویم برخه کې ښه لوبه وکړه او پر وروستۍ ورځ یې اېورټن ته په ماتې ورکولو سره پنځم ځای خپل کړ.
خو د مانچسټر یونایټډ لوبډلې لپاره سږ کال ښه نه و او د سیالیو په وروستیو اوونیو کې یې خپلې ګڼې لوبې وبایللې.
یونایټډ د سیالیو په وروستۍ ورځ هم کرېسټل پلېس ته خپله لوبه یو/صفر وبایلله او شپږم ځای یې ترلاسه کړ.
د آرسنل او مانچسټر یونایتډ لوبډلو په دې توګه (اروپا لیګ) سیالیو ته لار پیدا کړه، چې تر (چمپینز لیګ) یو کچه ټیټ بلل کېږي.
د انګلستان د غوره لیګ سیالیو د جدول په بل سر کې د پای درې لوبډلې ناورېچ سيټي، واټفورډ او برنلي راتلونکي لوبیز کال لپاره له پرېمیر ليګ پاتې شوې او پر ځای به یې نورې لوبډلې دې سیالیو کې لوبېږي.
د انګلنډ د فوتبال غوره ليګ په نړۍ کې تر ټولو شتمن ليګ بلل کېږی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي په کې برخه لري.