تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو یتیم څنګه میلیاردر شو؟
د بریتانیا مشهور فوټبال کلب چلسي څښتن رومن ارکادیویچ ابراموویچ باندې د دې هېواد حکومت بندیزونه لګولي دي.
رومن ابراموویچ د چلسي کلب په ۲۰۰۳ کال کې واخیست او هغه مهال ده ویلي و:"زه ډاډه یم چې خلک به درې ـ څلور ورځې پر ما تمرکز وکړي، خو دا به ختم شي. دوی به هېر کړي چې زه څوک یم او زه په همدې خوشحاله یم."
دا وروستیو څو اونیو پېښو ته په کتو سره اوس دا ستونځمنه ده چې د دې روسیي میلیادر نوم نور پټ پاتې شي.
له کلونو راهیسې دا هڅې روانې وې چې د ښاغلي ابراموویچ معاملې، چلسي کلب، هنري اثار، جایدادونه او په ده پورې د اړوندو څېزونو پوښتنې وشي.
اوس د برتانیا دولت هغه پر اوکرايین د روسیې یرغل کې له ولادیمیر پوتین سره په همکارۍ تورن کړی دی.
یتیم څنګه میلیاردر شو؟
رومن ارکادیویچ ابراموویچ په ۱۹۶۶ کال کې د روسیې په سویل لویدیځ کې له اوکرایين سره په څو سوه کیلومترۍ کې ساراتوف سیمه کې وزېږید.
دی یو کلن و چې مور یې ایرینا مړه شوه، د هغې وینه میکروبي شوې وه او همدې ناروغۍ ووژله.
دوه کاله وروسته یې پلار هم مړ شو، هغه د ودانیو جوړولو په ځای کې له جرثقیله لاندې او ټوټې ټوټې شو.
یتیم ماشوم ابراموویچ خپلو خپلوانو ساته او د روسیې په شمال لویدیځ کې یې ساړه ژمي تېرول.
دا یتیم چې اوس یو لوی میلیاردر دی، له ګارډین ورځپاڼې سره یوه مرکه وویل:"که رښتیا راباندې وایئ، نه شم کولای د خپل ماشومتوب پېر بد وګڼم."
دی وايي: ''تاسې ماشومتوب کې څېزونه نه شئ پرتله کولای، یو به د ګازرې اوبه څښي بل به د بلې میوې اوبه څښي، دواړه ښه خوند لري ماشومتوب کې توپېرونه نه شئ پرتله کولای. ''
ده په ۱۶ کلنۍ کې ښوونځی پرېښود، د مستري په توګه یې کار پیل کړ او بیا په سره پوځ کې شامل شو.
ده وروسته په مسکو کې د لوبو پلاستیکې توکي پلورل بیا یې عطر پلورلو ته مخه کړه.
ابراموویچ د شوروي مشر میخایل ګورباچوف په وخت کې چې د سوداګرۍ او کاروبار ښه زمینه یې برابره کړې وه خپله شتمنۍ ښه ډېره کړه.
دې روسیي اولګارش د ۱۴۰ میلیون پوندو په ارزښت چیلسي کلب په ۲۰۰۳ کال کې لندن کې واخیست او د فوټبال په نړۍ کې یې د ځان لپاره نوم پیدا کړ.
د چلسي په ګران بیه سیمه کې یو اپارتمان لري، د ۱۵ خونو یوه ودانۍ چې له ۱۵ میلیونو پاونډو یې بیه لوړه ده د لندن په لوېدیځ کې لري.
هغه په کولراډو کې یو کرنیز فارم لري او د فرانسې په سویل ساحل کې ماڼۍ هم لري.
د میلیاردر ابراموویچ تفریحي کښتۍ ګانې په نړۍ کې له لویو ګښتۍ ګانو څخه ګڼل کېږي. دی یوه شخصي الوتکه هم لري.
پر اوکرايين د روسیې له یرغل وروسته د ابراموویچ له دې شتمنیو څخه ډېری یې کنګل شوې او بریتانیا د ده پر سفر بندیز ولګاوه.
پر دې روسي شتمن تور دی چې پر اوکرایین د روسیې په یرغل کې یې له ولادیمر پوتین سره مرسته کړې ده.