بریتانیا د چلسي فوټبال لوبډلې پر څښتن بندیزونه ولګول

د خپرېدو وخت

د بريتانیا حکومت پر روسي میلیاردر او د چلسي فوټبال لوبډلې پر څښتن رومن ابراموویچ بندیزونه ولګول او د نوموړي شتمنۍ یې کنګل کړې.

دی له هغو ۷ شتمنو او مشهورو روسانو دی چې د بریتانیا حکومت پرې بندیزونه لګولي، شتمنۍ یې ورنه کنګل او سفرونه یې محدود کړي دي.

پر ایګور سیچین او اولیګ ډریپسکا هم بندیزونه لګول شوي، چې باور کېږي له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره نژدې اړیکې لري.

د بريتانيا لومړی وزیر بوريس جانسن وايي، هغه کسان چې د روسيې د يرغل ملاتړ کوي، هیڅ ځای به پناه و نه لري.

پر بریتانوي حکومت او بانکي سیستم له کلونو راهیسې نیوکې کېږي چې د دې هېواد اقتصاد او سیاست ته د روسي شخصیتونو بې درېغه شتمنۍ ور ګډېدو پر وړاندې هیڅ ډول غبرګون نه ښيي.

ښاغلي جانسن وویل: " ننني بندېزونه د اوکرایین د خلکو په ملاتړ د بریتانیا لومړنی کلک ګام دی. موږ پر هغو کسانو هیڅ زړه سوی نه کوو چې د ولسي وګړو وژل، د روغتونونو ویجاړول او په ناقانونه توګه د یو خپلواک هېواد اشغالول یې شونې کړي دي ."

رومن ابراموویچ پدې وروستیو کې ویلي و، هغه سخته پرېکړه یې کړې چې چلسي به پلوري.

اوس د هغه د شتمنیو له بندیدو سره، د چلسي پلورل په ټپه درېدلي دي.

د دې ترڅنګ دولت فوټبال کلبونو ته ځانګړې اجازې ورکړې چې د دې مشهور فوټبال کلب د کار دوام یو څه شونی کوي.

هغه کسان چې د لوبو د نندارې ټکټونه اخیستي لاهم کولی شي لوبو ته لاړ شي، خو چلسي نور نشي کولی نوي ټکټونه وپلوري.

همدارنګه په دې پورې تړلي پلورنځي چې د سپورت جامې او ورته محصولات پلوري و به تړل شي.

ویل کېږي ۵۵ کلن رومن ابراموویچ له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري، خو هغه دا ادعا ردوي.