چلسي فوټبال کلب په ۵ میلیارده ډالرو پلورل کېږي

چلسي

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، هغو کسانو چې د لوبو د نندارې ټکټونه اخیستي، لاهم کولی شي لوبو ته لاړ شي، خو چلسي اجازه نه درلوده چې نوي ټکټونه وپلوري
د خپرېدو وخت

د بریتانیا حکومت په دې راضي شوی چې د چلسي څښتن خپل مشهور فوټبال کلب وپلوري.

د بريتانیا حکومت پر روسي میلیاردر او د چلسي فوټبال لوبډلې پر څښتن رومن ابراموویچ بندیزونه لګولي دي او د نوموړي شتمنۍ یې کنګل کړې.

د لندن یاد مشهور کلب به په یوه امریکايي سوداګر شاوخوا په ۵ میلیارده ډالره وپلورل شي.

د چلسي پېردونکی ټودي بویلي په لاس انجلس کې د بیسبال پیاوړی ټیم لري.

نوموړي نژدې یوه میاشت مخکې وړاندیز وکړ چې غواړي چلسي په ۵ میلیارده ډالرو وپېري.

ابراموویچ د بندیزونو له لګېدو څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې غواړي چلسي وپلوري.

روسی رومن ابراموویچ له کلونو راهیسې په بریتانیا کې اوسیږي او په اوکرايين د روسیې له یرغل وروسته د یاد هېواد حکومت سخت بندیزونه پرې ولګول.

پر نوموړي تور دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نژدې اړیکي‌ لري.

دی له هغو ۷ شتمنو او مشهورو روسانو دی چې د بریتانیا حکومت پرې بندیزونه لګولي، شتمنۍ یې ورنه کنګل او سفرونه یې محدود کړي دي.

د هغه د شتمنیو له بندیدو سره، د چلسي پلورل په ټپه درېدلی و.

چلسي
د عکس تشریح، ابراموویچ د بندیزونو له لګېدو څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې غواړي چلسي وپلوري

خو بلخوا بیا د بریتانیا حکومت فوټبال کلبونو ته ځانګړې اجازې ورکړې وه چې د دې مشهور فوټبال کلب د کار دوام یې یو څه شونی کړی و.په دې ځانګړو اجازو کې یو دا هم و، هغو کسانو چې د لوبو د نندارې ټکټونه اخیستي، لاهم کولی شي لوبو ته لاړ شي، خو چلسي اجازه نه درلوده چې نوي ټکټونه وپلوري.همدارنګه په ښاغلي رومن پورې تړلي پلورنځي چې د لوبو جامې او ورته محصولات پلوري، تړل شوي.

ویل کېږي ۵۵ کلن رومن ابراموویچ له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکي لري، خو هغه دا ادعا ردوي.

د بريتانيا لومړي وزیر بوريس جانسن ویلي و، هغه کسان چې د روسيې د يرغل ملاتړ کوي، هیڅ ځای به پناه و نه لري.

پر بریتانوي حکومت او بانکي سیستم له کلونو راهیسې نیوکې کېږي چې د دې هېواد اقتصاد او سیاست ته د روسي شخصیتونو بې درېغه شتمنۍ ور ګډېدو پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون نه ښيي.