کووېډ؛ په نړيواله کچه ګڼې الوتنې ځنډول شوې دي

Passengers with luggage at New York's JFK airport. Photo: 26 December 2021

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د تېرې اونۍ پای ورځو کې نژدې اته زره الوتنې لغو شوې
د خپرېدو وخت

د فلايټ اوير وېبپاڼې د معلوماتو له مخې دوشنبې ورځ له ۲۲۰ زياتې الوتنې لغوه شوې دي چې چين او امریکا تر ټولو زيات اغېزمن شوي هېوادونه بلل شوي دي.

د کوویډ په تړاو د الوتنولغوه کېدو او هوايي سفر ګډوډۍ پېښې د یوې بلې اونۍ په پیل کې هم پراخې کچې ته رسېدلې دي.

امریکايي هوايي شرکتونه وايي، د الوتکو کارکوونکو معاینات مثبت کېدل او یا قرنطین له کبله د الوتنو لغوه کېدو ډېری پېښې رامنځته شوې دي.

بل لور د کوریا هوايي شرکت ځینې الوتنو کې د کوویډ ناروغانو له ورتلو وروسته هانګ کانګ له کوریا پر ورتلونکو الوتنو بندیز لګولی دی.

د الوتنو لغوه کېدو دې لړۍ کې چې د تېرې جمعې پر ورځ د مسیحیانو له اختر کرسمس سره هممهاله پیل شوې، تر اوسه پورې نژدې اته زره الوتنې لغوه شوې دي.

د بي بي سي خبریال جوناتن جوزیف په خپل رپوټ کې وايي، که څه هم دا د ټولټال الوتنو کوچنۍ برخه ده، خو د هوايي سفر لړ کې دا ګډوډي داسې مهال رامنځته کېږي، چې د نړۍ ډېرو هېوادونو کې خلک له خپلو - خپلوانو سره د رخصتیو تېرولو لپاره معمولاً سفر کوي.

Passengers at New York's JFK airport. Photo: 24 December 2021

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له تېرو دریو ورځو راهیسې د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د هوايي سفر چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې

نوموړی وايي، کورونا وبا دغه راز د هوايي شرکتونو لپاره د میلیاردونو ډالرو زیان لامل شوې او له همدې کبله یې دوی د ژر پای ته رسېدو تمه کوي.

بل لور د اې ایف پي خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، امریکايي چارواکي هغه لسګونه بېړۍ څاري چې پکې د کوویډ ناروغانو د شتون رپوټونه ورکړل شوي دي.

رپوټونه وايي، دې بېړیو ته د کرېبین هېوادونو په ساحلونو کې د درېدو له اجازې ورکولو ډډه شوې ده.

د نړۍ په لر او بر کې د کوویډ ناروغانو شمېر کې برالا ډېروالی لیدل شوی، چې ډېری یې د نوې بڼې اومېکرون ناروغان بلل کېږي.

سره له دې چې نوې موندنې ښيي، اومېکرون د کورونا وېروس خفیفه بڼه ده، ساینسپوهان یې چټکې خپرېدا ته اندېښمن دي.