کوویډ: مسکو کې خوړنځي او دکانونه تړل شوي دي

روسیه کې کافې او رستورانونه د ۱۱ ورځو لپاره تړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیه کې کافې او رستورانونه د ۱۱ ورځو لپاره تړل شوي دي.
د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې روسیه کې د کوویډ - ۱۹ نوي ناروغان ډېر شوي، د دغه هېواد پلازمېنې مسکو په ځینو برخو کې ښوونځي، رستورانونه او دکانونه د وېروس خپرېدو مخنیوي په پار تړل شوي دي.

د پلازمېنې ډېری برخو کې یوازې د ورځنیو اړتیاوو پلور توکو دکانونو، درملتونونو ته د پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شوي او دغه راز د خوړو پلور هټیو ته ویل شوي چې کورونو او مېشت ځایونو ته پاخه خواړه استولای شي.

روسیې کې کارګرانو ته د شنبې له ورځې د نهو ورځو لپاره د وېروس خپرېدو مخنیوي په پار رخصت ورکړل شوی.

دغه هېواد کې د تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله د ۱۱۵۹ کسانو مړینه تایید شوې ده.

بل لور ته په همدې موده کې د روسیې په بېلا بېلو سیمو کې پر کورونا وېروس د اخته شویو کسانو شمېر ۴۰ زره ۹۶ کسانو ته رسېدلی، چې دا خپله یو ریکارډ کچه بلل کېږي.

روسیه کې د کوویډ - ۱۹ له کبله تر اوسه په رسمي توګه له ۲۳۰ زره د ډېرو کسانو مړینه تایید شوې ده.

دا شمېر په اروپا کې د کوویډ له کبله د مړو شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی او دغه راز روسیه د کورونا وېروس له کبله د نړۍ له ډېرو ځپل شویو هېوادونو یو بلل کېږي.

تېر اکتوبر کې د هېواد احصایې دولتي ادارې 'روستات ' د کوویډ له کبله د مړو شویو روسیانو شمېر له ۴۰۰ زره کسانو هم ډېر وباله چې د حکومتي شمېرو پرتله زیات دی.

د 'اوور ورلډ ' شمېرو ادارې رپوټ کې ویل شوي، د روسیې ټولټال نفوس پرتله اوس هم دغه هېواد کې د واکسین شویو کسانو شمېر لږ دی او ایله ۳۲ اعشاریه اتو ته رسېږي.

د روسیې پرتله په ډېری اروپايی هېوادونو کې د واکسین شویو کسانو شمېرې خورا لوړې دي.