کوټې ته نژدې کچلاغ کې د پولیسو او وسله والو نښته کې څلور پولیس وژل شوي

بلوچستان

د عکس سرچینه، بلوچستان حکومت

د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان کې امنیتي چارواکي وايي، مرکزي ښار کوټې ته نژدې کچلاغ (کچلاک) کې د ډزو یوه پېښه کې څلور پولیس او یو بل کس وژل شوي چې ادعا کېږي، سخت دریځی وسله وال و.

د کچلاغ سیمې پولیسو یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، پېښه ګهیځ وختي د لنډي کلي په یوه کلا کې وشوه.

دغه چارواکی وايي، پر پولیسو ډزې وشوې، چې له کبله یې څلور پولیس ووژل شول او د پولیسو په ځوابي ډزو کې بیا د دوی په وینا د سخت دریځو وسله والو یو کس وژل شوی دی.

چارواکي وايي، تر اوسه د وژل شوی وسله وال کس پېژندګلوي معلومه نه ده.

په مرکزي ښار کوټه کې بیا یوه لوړپوړي پولیس چارواکي ویلي، پولیسو په دغه ځای کې د تحریک طالبان پاکستان اړوند وسله والو شتون له معلوماتو ترلاسه کولو وروسته هلته چاپه وهلې وه.

د بلوچستان صوبې اعلی وزیر میر عبدلقدوس بزنجو په عملیاتو کې د پولیسو پر وژل کېدو د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ویلي: ''په بشپړه توګه د ترهګرۍ له منځه وړل د ولس او حکومت مشترک هوډ دی.''

د یادونې ده، چې دوې ورځې مخکې هم په کچلاغ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال دوه پولیس وژل شوي وو او د چارواکو په وینا په ځوابي ډزو کې یو وسله وال کس هم وژل شوی و.

د چارواکو په وینا په تېرو پنځو ورځو کې د پولیسو او مشکوکو وسله والو تر منځ ډزو کې د امنیتي ځواکونو ټولټال اته کسان وژل شوي او دغه راز دوه مشکوک وسله وال هم وژل شوي دي.