بلوچستان کې چاودنې نهه پولیس وژلي او ۱۳ نور ټپیان دي

A police truck overturned in Dhadar, Pakistan

د عکس سرچینه، Handout

د خپرېدو وخت

د پاکستان په سویل لویدیځ کې یوې بمي چاودنې نهه پولیس وژلي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپيان دي.

چاودنه د پلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې پولیسان له سبي مېلې چې یوه کلنۍ کلتوري غونډه ده بېرته مرکز کوټې ته ستنېدل.

د رپوټونو له مخې، د برید موخه هم هغه پولیس وو ، چې سبي میلې ته د امنیتي تدابیرو د ترسره کولو لپاره له کوټې سبي ته تللي وو.

پولیس وايي،‌ لومړني شواهد ښيي چې دا یو ځانمرګی برید و.

د بي بي سي له خوا تایید شوي انځورونه ښيي، چې د پولیسو یو موټر ټوټې ټوټې شوی او شاخوا ځمکه یې ټوله په وینو لړلې وه.

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې، بریدګر پر موټر سایکل سپور و.

تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بلوچستان کې د ترهګرۍ دویمه لویه پېښه ده.

د بلوچستان حکومت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

چارواکي وايي،‌ سیمه یې کلابند کړې او د بمونو د شنډولو یوه ډله د برید په ځای کې د شواهدو پر موندلو او راټولولو لګیا ده.

د بلوچستان اعلی وزیر عبدالقدوس بیزینجو ویلي: "د ولس په ملاتړ به په صوبه کې د سولې پر ضد هر ډول دسیسې ناکامې شي."

تېره ورځ د سوبي په بندري ښار ګوادر کې هم یوې بمي چاودنې له امله یو امنیتي چارواکی وژل شوی و او اته نور ژوبل وو.

د( بلوچستان لیبریشن فرنټ)چې یوه بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله د پېښې مسولیت منلی دی.

د جنورۍ په ۳۰مه د پېښور په شمال لویدیځ ښار کې د پولیسو یوه جومات کې چاودنې تر ۸۰ ډېر د پولیسو افسران ووژل.

مالومه نه ده چې د وروستیو پېښو تر شا د چا لاس دی خو د پلوچستان په سیمه کې بېلتون غوښتونکي له لسیزو راهیسې د حکومت پر ضد جنګېږي.

پاکستاني طالبانو له دې وړندې هم د ورته یو شمېر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو بې وزله او وروسته پاتې صوبه ده چې افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.