فوټبال نړيوال جام: د افریقا یو مخکښ لوبڅار امریکا ته له ننوتلو راګرځول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا ته د سوماليايي رېفري عمر عبدالقادر عرتن پر ورتګ له بنديز وروسته، د فوټبال نړيوالې شورا یا فيفا د هغه نوم د نړيوال جام د لوبڅارانو یا ريفريانو له نوملړه ايستلی دی.
ښاغلی عرتن د افریقا له مخکښو لوبڅارانو شمېرل کېږي او ګڼې جایزې یې هم ګټلې دي. ويل کېږي د معتبرو اسنادو سره د فلوريډا هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته امریکا ته له ننوتلو منع شوی دی.
د فیفا ویاند تائید کړې چې نوموړی به نور د نړيوال جام په سياليو کې د لوبڅار په توګه رول او ګډون ونه لري.
د فوټبال نړيوال جام ګڼې سيالۍ په امریکا کې ترسره کېږي او ټاکل شوې چې د روانې اوونۍ په پای کې به پيل شي.
فیفا ويلي چې د کوربه هېوادونو د کډوالۍ په مقرراتو کې لاسوهنه نه کوي.
سوماليا يو له هغو څو هېوادونو ده چې د ډونلډ ټرمپ حکومت د سفر بنديزونو په لست کې شامله ده.
د سوماليا پلازمېنه موګاديشو کې یوه حکومتي سلاکار د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وويل، عرتن چې ټاکل شوې وه د نړيوال جام په وروستي پړاو کې به لوبڅاري کوي، امریکا ته د ورتګ ويزه یې لرله.
همدا ډول د کېنيا په نايروبي کې د سوماليا سفارت يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي، د ښاغلي عرتن ډېپلوماټيک پاسپورټ په ځانګړي ډول د هغه د سفرونو د اسانتيا لپاره صادر شوی و، ځکه چې هغه وړاندې د ويزې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شوی و.
د سوماليا د فوټبال فدراسيون له فيفا سره اړیکه نيولې او په دې اړه یې د سملاسي وضاحت غوښتنه کړې ده.
په سپينه ماڼۍ کې د نړيوال جام د کاري ډلې مشر انډرو جولياني بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "که څه هم زه د دې قضيې په اړه محرم يا منفي معلومات نشي درکولی خو ويلی شم چې د امریکا د ګمرک او سرحدي ساتنې د ادارې پرېکړه سمه وه، او زه ددې پرېکړې ملاتړ کوم".
ښاغلی عرتن له هغو ۵۲ لوبڅارانو و چې د فيفا له خوا د ۲۰۲۶ کال نړيوال جام سياليو د لوبڅارۍ لپاره غوره شوی و.
د فوټبال نړيوال جام سيالۍ په کاناډا، مکسيکو او متحده ايالاتو کې د جون پر لسمه پيلېږي او د جولای تر ۱۹ پورې به دوام وکړي.



















