د اسرائيلو په ديمونا کې د ایران د توغندیو له لګېدو وروسته ودانۍ ویجاړې شوې
د اسرائیلو په ديمونا کې مرستندويه
ډلې دلته پر استوګنيزو سيمو د تېرې شپې د ایران له بريد وروسته د زیانونو پلټنه
کوي.
دا ښارګوټی د نيګيو په
دښته کې پروت دی چې د اسرائیلو له اټومي تاسيساتو ۱۳ کيلومتره واټن لري. د اسرائیلو
د بېړنيو خدمتونو ډله وايي له برید وروسته لسګونه کسان روغتون ته لېږدول شوی دي.
وروستی, د اسرائیلو پوځ وايي جګړه به څو نورې اونۍ هم دوام وکړي
د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو د پوځ ویاند
وايي له ایران او په لبنان کې له حزب الله سره د څو نورو اونیو جګړه په مخکې لري.
د اسرائيلو د پوځ ویاند برید
جنرال ایفي ډفرین وړاندوینه کړې چې د ایران او حزب الله سره جګړه به د څو نورو اونیو
لپاره دوام وکړي.
نوموړي ويلي، "د هرې
ورځې په تېرېدو سره، موږ دا ترهګر رژیم نور هم کمزوری کوو. موږ به اجازه ورنکړو چې
دا رژیم او د هغې نیابتي ډلې د اسرائیلو دولت ته ګواښ رامنځته کړي".
وروستی, ايرانیان وېره لري چې که بریدونه زیات شي، برېښنا به پرې او د اوبو له کمښت سره به مخ شي
ايرانیانو ډونلډ ټرمپ تورن کړی چې د "اور بلولو" هڅه کوي، ځکه هغه ګواښ کړی چې که د هرمز تنګی بېرته خلاص نه شي، د ايران پر برېښناکوټونو به بریدونه وکړي.
په تهران کې یوې ۴۰ کلنې ښځې بي بي سي فارسي ته ویلي چې که ټرمپ برید وکړي "د اوبو، برېښنا او ګازو ټولې سرچینې به پرې شي."
په تهران کې یو بل ۲۰ کلن ځوان زیاتوي، وېره لري چې که بریدونه زیات شي، برېښنا به لاړه شي او بانکي سیسټم به له منځه لاړ شي. هغه وايي: "دوی اور ته دومره لمن وهي چې له سرو کرښو او محدودیتونو اوړي."
په پلازمېنه تهران کې یوې بلې ۲۰ کلنې ښځې وویل: "تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، موږ تر دریو اونیو اوبه نه لرلې. زما لپاره دا تر جګړې هم ډېره بده وه."
د ایران په شمال، رشت کې یو بل ۲۰ کلن ځوان وايي: "یوازینۍ لار چې ملایان به لاړ شي دا ده چې موږ په اتومي بم وویشتل شو."
هغه وايي "دا په رښتیا د درک وړ نه ده" چې ټرمپ به پر برېښناکوټونو برید وکړي، خو فکر کوي دا بعیده ده چې امریکا به "موږ ته سخت زیان ورسوي."
ایران د اسرائیلو په لور نور ګوزارونه پیل کړي
د اسرائیلو دفاع وزارت د ټیلیګرام تازه معلومات وايي، چې
له ایرانه د اسرائیلو پر لور نور توغندي توغول شوي دي.