د متحده
عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیر وايي:"موږ
به هېڅکله
د ترهګرو لخوا د باج اخیستنې ښکار نه شو".
په خلیج
کې د دې جګړې د پراختیا په تړاو غوسه ډېره ده،
خو ټول مشران
د ډونلډ
ټرمپ د ضرب الاجل او
د امریکا او ایران ترمنځ د ګواښونو له تبادلې وروسته د راتلونکي
پر تګلاره یوه خوله نه دي.
د قطر په راس لافان
سیمه کې
د پراخ زیان له اوښتو او
په ټوله سیمه کې د نورو تاسیساتو په نښه کېدو وروسته، مشران د ایران
ګواښونه عادي نه بولي.
دلته په متحده عربي اماراتو کې ښايي له امریکا سره اړیکو
دا هېواد یو هدف ګرځولی وي، خو چارواکي وايي، ایران د دوی غبرګون په تړاو ناسم
قضاوت کړی او
له ډونلډ
ټرمپ یې د جګړې
پای ته رسولو غوښتنې له کولو پرته،
دوی اوس ایران ته په سیمه
کې د لومړیتوب ګواښ په توګه ګوري.
د ولسمشرۍ سلاکار
انور ګرګاش ویلي، د
ایران "ناسمې محاسبې"
متحده عربي امارات دې ته اړ کړي چې له واشنګټن سره نږدې امنیتي اړیکي غواړي.
له بحرین سره
یوځای دا له خلیجي هېوادونو
یوازینی و
چې له اروپایي
مشرانو او نورو سره یوځای یې د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو لپاره په"مناسبو
هڅو کې د ونډې اخیستو لپاره چمتووالی" څرګند کړ.
سعودي عرب
لا دمخه دوه ایراني دیپلوماتان
ایستلي دي او حکومت یې ویلي چې
هغه "لږ باور" چې له جګړې
مخکې وو
"مات شوی" دی.
بل لورعمان دی،
چې د اوږدې مودې لپاره منځګړیتوب کوي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر
په اکانومیسټ کې په یوه لیکنه کې ویلي چې امریکا "د خپلې بهرنۍ پالیسۍ کنټرول
له لاسه ورکړی"، او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې د خبرو مېز
ته ستانه شي.
د دوی د
نظرونو توپیر ته په پام سره، له متحده عربي
اماراتو او سعودي عرب په څېر
هېوادونو
سره چې پردیپلوماسۍ
لږ تمرکز کوي او پرمخنیوي
ډېر
تمرکز کوي، که
د ایران رژیم له دې جګړې روغ پاتې شي،
احتمال شته چې ځان د پخوا پرتله ډېر ګوښی ومومي.