ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د بریتانیا د دفاع وزارت وايي د شپې یې "څو ایراني بې پیلوټه الوتکې" ویشتلې دي

    جنګي الوتکه

    د عکس سرچینه، PA Media

    د بریتانيا د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد شاهي هوايي ځواک د شپې لخوا "څو ایراني ډرونونه" ویشتلي دي.

    په بیان کې ویل شوي چې د بریتانیا ټایفون او اېف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو دفاعي ماموريتونه د ختیځې مدیترانې، اردن، بحرین او متحده عربي اماراتو په اوږدو کې دوام لري. دا عملیات د شاهي هوايي ځواک وایجر ټانکر الوتکو او شاهي سمندري ځواکونو مرلین او وایلډ کیټ چورلکو په مرسته ترسره کېږي.

    د دفاع وزارت دا هم ویلي چې "په سیمه کې د ځواکونو د ساتنې تدابیر په لوړه کچه دي" او دا چې بریتانيا له خپلو "متحدینو سره نژدې کار ته دوام ورکوي."

  2. ټرمپ ګواښ کړی چې که د هرمز تنګی تر سې شنبې خلاص نه شي د ایران د انرژۍ مرکزونه او پلونه به په نښه شي

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو یو سخت بيان خپور کړی او ګواښ یې کړی چې که ایران د سې ‌شنبې تر ټاکلي وخت پورې د ټولو بېړيو پر مخ د هرمز تنګي پرانستلو ته غاړه کېنږدي د ایران د انرژۍ مرکزونه او پلونه به ویجاړ کړي.

    نوموړي خپل پخوانی ګواښ چې پر ایران به "دوزخ" جوړ کړي یو ځل بیا تکرار کړی دی خو امریکاييرسنیو ته یې ويلي چې له تهران سره د یوې هوکړې د کېدو "ډېره شونتيا" شته ده.

    ټرمپ دغه تازه ګواښ وروسته له هغه کړی چې په ایران کې د پرځول شوې جنګي الوتکې د عملي دويم غړي د امریکا د پوځ له خوا له یو لړ عملياتو وروسته وژغول شو.

    ایران د هرمز مهم تنګي له لارې عادي ترانسپورتي تګ راتګ درولی، چې له امله یې د نړۍ په کچه د تېلو بیې لوړې شوې او په ټوله نړۍ کې د لوړې کچې انفلاسیون وېره زیاته شوې ده.

    د هرمز تنګي تړل کېدو ټرمپ دې ته اړ کړ چې د مارچ په میاشت کې ایران ته د دې لارې د پرانيستل کېدو لپاره ضرب الاجلونه اعلان کړي او د يکشنبې په ورځ یې پر ټروت شول یو ځل بيا دا غوښتنه د نېټې غځېدو سره په خوار سختو ټکو تکرار کړه.

    که څه هم څو ځله ځينو ایراني چارواکو ویلي چې دغه لاره بنده نه ده او یوازې د "دښمنو هېوادونو" پر مخ تړل شوې ده.

  3. ایرانۍ رسنۍ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې دي

    د هرمز تنګی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران فارس نيوز اېجنسي چې د دغه هېواد د اسلامي انقلابي ګارډ له ځواکونو سره تړاو لري ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ بېړۍ د هرمز له تنګي د "ایران په اجازه" تېرې شوې دي.

    دوی وايي د جګړې له پيله مخکې پرتله د بېړیو لېږد لا هم ۹۰ سلنه کم دی.

    ځينې ايراني چارواکي چې د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي هم په کې شامل دی څو ځله ویلي چې دغه لاره بنده نه ده او یوازې د "دښمنو هېوادونو" پر مخ تړل شوې ده.

    د یادونې وړه ده، پرون ایراني چارواکو اعلان وکړ چې پر عراق دا محدوديتونه نه پلي کېږي.

    ایران همدا ډول پر هغو بېړيو چې له هرمز تنګي تېرېږي د محصول لګولو خبره هم کړې ده.

    تردې وړاندې د ایران د ولسمشر دفتر یوه سلاکار ويلي وو، "کله چې د محصول یوه برخه د جګړې له کبله د رامنځته شوي ټول زيان د جبران لپاره وکارول شي د هرمز تنګی به بېرته پرانيستل شي".

  4. د اسرائیلو په حیفه ښار توغنديز برید کې څلور کسان ټپیان شوي دي

    د اسرائیلو د بېړنیو چوپړونو ادارې ويلي چې شمالي ښار حیفه کې د توغنديز برید له کبلهڅلور کسان ټپیان شوي دي.

    یادې ادارې ویلي، په ټپیانو کې یو ۸۲ کلن کس هم شامل دی چې د یوه درانه څيز د لګېدو له کبله سخت ټپي شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دری نور کسان د توغندي د ټوټو او چاودنې له کبله لږ ټپيان شوي دي.

    د بېړنیو چوپړونو ادارې د پېښې د ځای انځورونه هم خپاره کړي دي.

    اسرائیلو کې توغنديز برید

    د عکس سرچینه، MDA

    اسرائیلو کې توغنديز برید

    د عکس سرچینه، MDA

  5. وروستی, عمان وايي د هرمز تنګي په اړه له ایراني چارواکو سره په غوراويو غږېدلي

    عمان وايي له ایراني چارواکو سره د غونډې په ترڅ کې یې د هرمز تنګي له لارې د "لېږد ډاډمنولو" لپاره په غوراويو بحث کړی دی.

    د مسقط په وینا، د دواړو خواوو کارپوهانو په غونډه کې "څو نظرونه او وړاندیزونه" شریک کړي چې په وینا یې عمان اوس د دې وړاندیزونو بیا کتنه کوي.

    په ورته وخت کې، متحده عربي اماراتو ویلي، چمتو دی چې د هرمز تنګي کې د "امنیت ډاډمنولو" لپاره "د امریکا په مشرۍ له هر ډول هڅې" سره یوځای شي.

    د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار انور محمد قرقاش ويلي، د جګړې پرمهال د ګاونډیو هېوادونو په نښه کېدو "یوازې په منځني ختیځ کې د امریکا او اسرائیلو دریځ او نفوذ پیاوړی کړی دی."

  6. سنېټکام: د جنګي الوتکې د نسکورېدو وروسته د دوو امریکایي سرتېرو د ژغورنې عملیات بشپړ شول

    د امریکا مرکزي قوماندې (سېنټکام) تائید کړې چې په ایران کې د جنګي الوتکې له نسکورېدو وروسته د الوتکې د عملې د ژغورولو عمليات پايته رسېدلي دي.

    په بيانيه کې ويل شوي، "د اپرېل پر څلورمه امریکايي ځواکونو په بریاليتوب سره د امریکا د پوځ د دوو غړو چې د اپرېل پر دويمه د جنګي ماموريت پر مهال یې اېف ۱۵ جنګي الوتکه نسکوره شوې وه د ژغورنې عمليات بشپړ شول".

    په بيان کې راغلي چې دا دوه کسان په دوو جلا عملياتو کې له ایرانه په "خوندي ډول" ايستل شوي دي.

    د خبرپاڼې له مخې "په ایران کې د امریکا بریدونه وام لري".

  7. د اسرائیلو د دفاع وزیر د ایران پر ملکي بنسټونو دنورو بریدونو ګواښ کړی

    د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرایل کاټز د یکشنبې پر ورځ یوه بیان کې ویلي " که ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې پر اسرائیلو بریدونو ته دوام ورکړ دوی به د ایران مهم بنسټونه په نښه کړي." دغه اسرائیلي چارواکي د ایراني مشرانو د وژلو ګواښ هم تکرار کړی دی.

    ده وویل " تر څو چې توغندي را توغول کېږي او اسرائیل په نښه کېږي تر هغې به یې ایران لوړه بیه پرې کوي چې په نتیجه کې به یې ملي بنسټونه ویجاړ او د نظام وړتیاوې کمزوري کېږي."

    د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې ایران کې یو شمېر سیاسي او پوځي مشران په نښه شوي چې په کې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي هم شامل دی. د دې تر څنګ اسرائیلو او امریکا ایران کې ګڼ صنعتي بنسټونه، پلونه او ولسي ځایونه هم له منځه وړي دي.

  8. ټرمپ " ډېرامکان " شته چې سبا ته یو جوړجاړی وشي

    د امریکا فاکس نیوز تلویزون سره مرکې کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي " د تېلو ترلاسه کولو لپاره د هر څه الوزولو" باندې فکر کوي. خو دې سره هم مهاله دې مرکې کې ټرمپ ویلي ددي " ډېرامکان " شته چې سبا ته به یو جوړجاړی وشي.

  9. ټرمپ له ښکنځلو ډک یوه پوسټ کې له ایرانه غوښتي چې د هرمز تنګی پرانېزي

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروت سوشل له ښکنځلو ډک یو پوسټ کې ایران ته خبرداری ورکړی دی چې د هرمز تنګی پرانیزي.

    ډونالډ ټرمپ د ملکي تاسیساتو په نښه کولو ته اشاره کوي او ایران ته وايي" که چېرې تهران د هرمز تنګي له پرانېستلو ډډه وکړي ایران به ډېر بد حالت سره مخامخ کېږی".

    ټرمپ ایران ته دوشنبې تر ورځې د هرمز تنګي دپرانېستلو ضرب الاجل ورکړی دی. د جګړې له پیله دا تنګی عملا تر ډېره بند دی.

  10. ایراني ځواکونه وايي څلور نورې امریکایۍ الوتکې یې رانسکورې کړې

    د ویډیو تشریح، اصفهان - ایران

    ایراني ځواکونه وايي د امریکا د اېف‌۱۵ جنګي جټ د عملې دویم غړي د ژغورنې عملیاتو لپاره ورغلې دوه بلک‌هاک چورلکې او دوه سي‌۱۳۰ ترانسپورتي الوتکې یې په اصفهان کې رانسکورې کړې دي.

    تر دې ورمخکې نیویارک ټایمز د امریکا د یوه پوځي چارواکي په حواله لیکلي و چې په دغو عملیاتو کې لسګونو الوتکو او "سلګونو ځانګړو ځواکونو" برخه اخیستې وه او له تخنیکي ستونزو سره مخ شوې دوه ترانسپورتي الوتکې یې له دې کبله پخپله الوځولې چې د ایرانیانو لاس ته ورنه شي.

    ‌د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ټرمپ نن اعلان وکړ چې د اېف۱۵ جټ د عملې دویم غړی هم ژغورل شوی او دا چې په دغو عملیاتو کې ان یوه امریکايي ته هم مرګژوبله نه ده اوښتې.

  11. وروستی, حزب‌الله: د لبنان سواحلو ته نږدې مو د اسرائیل یوه بېړۍ په نښه کړې ده

    حزب‌الله غورځنګ وايي، د لبنان د سواحلو په ۱۱۰ کیلومترۍ کې یې د اسرائيل پر یوه جنګي بېړۍ د کروز توغندي برید کړی دی.

    دا له ایران سره د امریکا او اسرائيل د روانې جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې حزب‌الله د داسې برید رپوټ ورکوي.

    دې لبنانۍ ډلې ویلي، چې د اسرائيل دغې بېړۍ د دوی پر خاوره برید ته چمتووالی کاوه.

    د اسرائيل پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

  12. وروستی, د اسرائيل پوځ: تېره ورځ او شپه مو د ایران ۱۲۰ دفاعي سیستمونه هدف ګرځولي دي

    اسرائيلي ځواکونه وايي چې په تېره یوه ورځ او شپه کې یې د ایران له ۱۲۰ ډېر دفاعي او توغوونکي سیستمونه په نښه کړي دي.‌

    د اسرائیل پوځ پر خپله ایکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې پر دفاعي سیستمونو سربېره د سپاه پاسداران اړوند د بالېستیک توغندیو او ډرون الوتکو د ساتل کېدو بېلابېل مرکزونه او تاسیسات هم هدف ګرځېدلي دي.

    اسرائیلي ځواکونو ویلي، په دغو بریدونو کې لمنځه تللو دفاعي سیستمونه د دوی د هوايي ځواک الوتکو لپاره مستقم ګواښ ګڼل کېده.

  13. وروستی, په ایران کې د غورځېدلو امریکايي الوتکو تصویرونه

    ایران

    د عکس سرچینه، SNN

    ایراني رسنیو د امریکايي ځواکونو لخوا په دغه هېواد کې د غورځېدلي اېف۱۵ جنګي جټ د عملې دویم غړي ژغورلو لپاره د ترسره شویو عملیاتو پر مهال د نسکورو شویو امریکايي الوتکو تصویرونه خپاره کړي دي.

    ورمخکې امریکايي رسنیو د دغو عملیاتو پر مهال د امریکا د دوو ترانسپورتي الوتکو د لمنځه تللو خبر ورکړی و.

    نیویارک ټایمز د یوه پوځي چارواکي په حواله ویلي، دوو ترانسپورتي الوتکو ته چې د عملیاتو پر مهال له کاره لوېدلې وې چاودنه ورکړ شوې چې د ایرانيانو لاس ته کېنوځي.

    خو د ایران خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د اصفهان سویل کې د امریکا د دوو بلک‌هاک چورلکو او یوې سي۱۳۰ ترانسپورتي الوتکې د ویشتلو ادعا کړې ده.‌

    ایران

    د عکس سرچینه، SNN

    ایران

    د عکس سرچینه، SNN

  14. وروستی, نیویارک ټایمز: د اېف۱۵ جټ د عملې د دویم غړي ژغورنې لپاره د عملیاتو پر مهال د امریکا دوه ترانسپورتي الوتکې لمنځه تلل

    په ایران کې د امریکا د غورځول شوي اېف۱۵ جنګي جټ د عملې د دویم غړي موندلو لپاره تېره شپه د ترسره شویو عملیاتو جزییات، چې ظاهرآ نښتې هم پکې شوې، ورو ورو په راوتلو دي.

    نیویارک ټایمز وايي په دغو عملیاتو کې "سلګونو ځانګړو ځواکونو" برخه اخیستې،‌ او د امریکا دوه ترانسپورتي الوتکې چې داسې ښکاري په ایران کې کښته شوې وې، نسکورې شوې دي.

    دې ورځپاڼې د امریکا د یوه پوځي چارواکي په حواله لیکلي "یو وروستی خنډ پاتې وو چې د ژغورنې عملیات یې وځنډول."

    د دغه چارواکي په وینا دوه ترانسپورتي الوتکې چې ټاکلې وه کومانډو ځواکونه او ژغورل شوی پیلوټ یې خوندي ځای ته لېږدولي وای، د ایران په یوه لېرې پراته هوايي ډګر کې ایسارې شوې.

    نوموړي زیاته کړې چې وروسته درې نورې الوتکې واستول شوې چې امریکايي ځواکونه راوباسي او له کاره لوېدلو الوتکو ته چاودنه ورکړي چې د ایرانیانو لاس ته ور نه شي.‌

    تر دې ورمخکې فراجا ویلي وو چې د اصفهان سویل کې یوه سي‌۱۳۰ امریکایۍ الوتکه راغورځول شوې ده.

    سپاه پاسداران هم په اصفهان کې د یوې امریکایۍ الوتکې د ویشتل کېدو خبر ورکړی و، خو د دې الوتکې د نوعیت په اړه یې څه نه وو ویلي.

    خو د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ویلي، چې د غورځېدلي اېف۱۵ جټ د عملې د دویم غړي ژغورنې لپاره د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د اصفهان په سویل کې د "دښمن" دوه بلک‌هاک چورلکې او یوه سي۱۳۰ ترانسپورتي الوتکه ویشتل شوې دي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ اعلان کړی چې د غورځېدلي جټ د عملې د دویم غړي د لټون او ژغورنې په ماموریت کې ان یوه امریکايي ته هم مرګژوبله نه ده اوښتې.

  15. وروستی, سپاه پاسداران: د اصفهان سویل کې د "دښمن" یوه الوتکه نسکوره شوې ده

    د ایران سپاه پاسداران ویلي د اصفهان سویل کې یې د امریکا یوه الوتکه چې د ویشتل شوي اېف۱۵ جنګي جټ د عملې د دویم غړي په لټون بوخته وه، راغورځولې ده.

    دغو ځواکونو د دې الوتکې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.‌

    هممهاله فراجا چې د مالوماتو ورکولو مرکز دی، ویلي د اصفهان په سویل کې یوه سي‌۱۳۰ امریکایۍ الوتکه چې د ژغورنې د عملیاتو په ملاتړ بوخته وه، غورځول شوې ده.

    د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې په ایران کې د وېشتل شوي اېف۱۵ جنګي جټ د عملې دویم غړی هم ژغورل شوی او دا چې د هغه د لټون او ژغورنې په ماموریت کې ان یوه امریکايي ته هم مرګژوبله نه ده اوښتې.

  16. وروستی, ایران بحرین کې د باپکو انرژیز شرکت پر تاسیساتو برید کړی

    په بحرین کې باپکو انرژیز په نوم د تېلو شرکت نن (یکشنبه) اعلان کړی چې د ایران تر یوه برید وروسته یې د زېرمتون تاسیساتو په یوه مخزن کې اور لګېدلی دی.‌

    دغه شرکت په دې پېښه کې د ځان زیان په اړه څه نه دي‌ ویلي.‌

    باپکو انرژیز په بحرین کې د تېلو له سترو شرکتونو ګڼل کېږي.‌

    دغه شرکت په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، اور وژل شوی او د ور اوښتي زیان پر ارزونه بوخت دي.‌

  17. ډونلډ ټرمپ: د اېف ۱۵ الوتکې د عملې دویم غړی ژغورل شوی او خوندي دی

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په ایران کې د راپرځېدلې اېف ۱۵ جنګي الوتکې د عملې د دویم غړي د لټون او ژغورنې عمليات پايته رسېدلي او هغه "خوندي او روغ" ژغورل شوی دی.

    ښاغلي ټرمپ ويلي د پرځېدلې الوتکې دغه عمله "ټپي" شوی دی.

    ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ يوه پوسټ کې لیکلي، "زما ملګرو امریکایانو په تېرو څو ساعتونو کې زموږ د درناوی وړ یوه ډګروال لپاره د امریکا پوځ د هېواد په تاریخ کې د لټون او ژغورنې تر ټولو زړور عمليات ترسره کړل زه په ویاړ سره تاسو ته ويلی شم چې هغه اوس خوندي او روغ دی".

    ټرمپ زیاته کړې، "زما په لارښوونه د هغه د ژغورنې لپاره د امریکا لسګونه الوتکې واستول شوې چې په نړۍ کې تر تولو وژونکې وسلې لري. هغه ټپي دي او بېرته به روغ شي".

    ښاغلي ټرمپ لیکلي، "دا حقیقت چې موږ وکولای شول دا دواړه عملیات پرته له دې چې یو امریکایی هم ووژل یا حتی ټپي شي ترسره کړو، یو ځل بیا دا ثابتوي چې موږ د ایران په اسمان کې د پام وړ هوايي تسلط او برتري ترلاسه کړې ده."

    د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې راغلې چې د "تور غره" (کهګیلویه) په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو پرمهال د امریکایي او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه خپاره شوي.

  18. وروستی, رسنۍ وايي په ایران کې د راپرځول شوې امریکايۍ الوتکې دویم پيلوټ ژغورل شوی دی

    جنګي الوتکه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    امریکایي چارواکو د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس ته ويلي چې په ایران کې د راپرځول شوې اېف ۱۵ جنګي الوتکې د عملې دويم غړی د يکشنبې په سهار د امریکايي ځواکونو له خوا موندل شوی دی.

    دا لا نه ده روښانه چې دغه کس خوندي ځای ته لېږدول شوی که څنګه.

    د لټون او ژغورنې د عملياتو په اړه هم ډېر معلومات نه دي خپاره شوي خو یو کس چې د دغو عملياتو په اړه معلومات لري دا یې د لټون "ستر" جنګي ماموريت بللی دی.

    بي بي سي ته معلومه شوې چې د لټون او ژغورنې د عملياتو پر مهال د امریکايي او ایراني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

  19. په کویت کې د انرژۍ پر مرکز، د تېلو وزارت پر ودانۍ او د اوبو تصفيې پر مرکز برید شوی

    د کویت حکومت تائید کړې چې د ایران لخوا د ډرون بریدونو له امله د انرژۍ دوه مرکزونه، د تېلو وزارت ودانۍ او د اوبو پاکولو فابریکه زیانمنه شوې ده.

    تر دې مخکې، د ایران بریدونو له کبله د دولتي دفترونو کمپلیکس زیانمن شوی او د کویت د تېلو وزارت دفتر هم اور اخیستی و.

    اسرائیلو هم تائید کړې چې له ایرانه د دوی پر لور توغندي توغول شوي، خو په وینا یې پوځ یې مخه نیولې ده.

  20. ټرمپ ادعا کړې چې پر تهران برید کې 'ګڼ' ایراني پوځي قومندانان وژل شوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل یوه ویډیو شریکه کړې چې د هغه په ​​وینا د ایران په پلازمینه تهران کې یې 'لوی برید' کړی دی.

    ولسمشر ټرمپ ادعا کړي چې د برید په پایله کې "د ایران ډېری پوځي مشران چې د هېواد د کمزوري او غیر عقلاني مشرتابه مسؤل دي، له منځه وړل شوي."

    د ټرمپ لخوا شریکه شوې ویډیو د شپې لویې چاودنې ښیې. په هرصورت، دا روښانه نه ده چې ویډیو چېرته یا کله ثبت شوې ده.

    امریکایی چارواکو په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي، او تهران تر اوسه د ټرمپ ادعاوو ته ځواب نه دی ورکړی.