لږ مخکې له هغه راهیسې میاشت بشپړه شوه، چې جګړه پیل شوې. ایران لا هم د حکومت لخوا تر لګول شوي انټرنېټي بندیز لاندې دی، خو وتوانېدم چې په هېواد کې دننه له یو شمېر کسانو سره اړیکه ونیسم.
ډېری هغه خلک چې ما ورسره خبرې کړې دي، انټرنېټ ته د لاسرسي لپاره یې ډېرې پیسې ورکړې دي. دوی ځوانان او له ټکنالوژۍ سره بلد خلک دي چې ډېری پلازمېنه تهران کې اوسېږي، هغه ښار چې د جګړې له پیل راهیسې پرې تر ټولو ډېر بریدونه شوي دي.
زه د دوی د ورځني ژوند ځینې انځورونه وینم، د خلکو کیسې چې غواړي د منډې لپاره ووځي خو د بریدونو د غږونو له امله په کور کې پاتې کېږي، د نږدې چاودنو له کبله د کړکیو لړزېدلو، او د خوب ګډوډي.
کله ناکله په لندن کې شپه تېره وي، خو په تهران کې د سهار لومړني ساعتونه وي، چې زه د بریدونو په تړاو پیغامونه ترلاسه کوم.
داسې هم کېږي، چې له هر برید سره د دوی احساسات او نظرونه کله ناکله بدلېږي.
دوی وايي چې د نېټې او دقیق وخت حس یې له لاسه ورکړی، ان کله ناکله نه پوهېږي چې د اوونۍ کومه ورځ ده.
زه د دوی نومونه او عمرونه نه یادوم، ځکه چې ایراني چارواکو هغه کسان نیولي چې له بهرنیو رسنیو سره یې خبرې کړې دي.
ټول هغه کسان چې ما ورسره خبرې کړې دي د واکمن نظام مخالف دي، خو د جګړې په تړاویې نظرونه نژدې یو شان نه دي، ځینې لا هم هیله لري چې پای کې به رڼا وي، او ځینې نور ستړي شوي او غواړي جګړه ژر پای ته ورسېږي.
یوې شل کلنې ښځې چې له تهرانه د هېواد شمالي سیمې ته تللې، نن شپه راته وویل:
"زه ستړې شوې یم. غواړم ژر بېرته تهران ته لاړه شم. زه به له ټولو فشارونو او ستړیاوو سره سره هلته اوسېدل غوره وګڼم… هلته ماته داسې احساس راپیدا کېږي، چې د دې پرتله، چې له خپلې کورنۍ لیرې اوسم، زیات کنټرول لرم."