وروسته له
هغې چې راپورونه خپاره شول امریکا د ایران پر ضد د "اوږدمهاله" محاصرې لپاره چمتووالی نیسي، د تېلو بیې په چټکۍ لوړې شوې. د نړۍ د تېلو
معیار، برېنټ خام تېل، د چهارشنبې په ماښام په لنډ مهال کې فی بېرل ۱۲۰ ډالرو (۸۹
پونډه) ته ورسېدل، چې دا یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړه بیه ده.
بيبيسي ته ویل شوي چې د انرژۍ شرکتونو مشرانو، د شیورون د اجرائیه رئیس مایک ویرت په ګډون، د سېشنبې په ورځ په
سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدلي، چې بحث وکړي څنګه پر امریکايي مصرفوونکو د شخړې اغېزې
محدودې کړي.
د تېلو
سوداګرو داسې ښکاري چې دا غونډه یې د دې نښې په توګه اخیستې چې د هرمز تنګي عملي
تړل کېدل به د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.
د سپینې
ماڼۍ د یوه چارواکي په وینا، اجرائیه مشرانو د کورني انرژۍ تولید، په وینزویلا کې
پرمختګ، د تېلو راتلونکې معاملې، طبیعي ګاز او لېږد رالېږد په ګډون پر بېلابېلو
موضوعاتو خبرې کړې دي.
دوی دا
غونډه د ولسمشر له لوري د انرژۍ د صنعت له مشرانو سره د منظم ملاقاتونو برخه وبلله
چې د دوی د صنعت په اړه پکې خبرې کېږي.
دا
غونډه وروسته له هغې وشوه چې "وال سټریټ ژورنال" په جلا راپورونو کې وویل چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپلو
سلاکارانو ته امر کړی چې د ایران د بندرونو د روانې محاصرې د غځولو لپاره چمتووالی
ونیسي، څو د دغه هېواد اقتصاد تر فشار لاندې راولي.
ایران
ویلي چې د امریکا د محاصرې په غبرګون کې به د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ د
ګډوډولو هڅو ته دوام ورکړي.
د جګړې
له پیل راهیسې د تېلو بیو سخت بدلونونه لیدلي، ځکه چې د هرمز مهمه تنګه د شخړې له
امله د څو اوونیو راهیسې په عملي ډول تړلې پاتې شوې ده.
ایران د
دې تنګي له لارې، چې عموماً د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل او مایع طبیعي ګاز
انتقالوي، د امریکا او اسراییلو د هغو بریدونو په غبرګون کې چې د فبرورۍ په ۲۸مه
پیل شوي، د بېړیو تګ راتګ سخت محدود کړی دی.
د همدې
میاشتې په پیل کې تهران خبرداری ورکړی و چې هره بېړۍ چې تنګي ته نږدې شي، هدف به
وګرځول شي.
وروسته
امریکا اعلان وکړ چې ځواکونه به یې هغه بېړۍ ودر کړي یا بېرته وګرځوي چې د ایران
بندرونو ته ځي یا ترې را وځي